ملګري ملتونه: سوریه کې په ډله ایزه توګه په توقیف کې د ماشومانو ساتنه

د الهول کمپ د سوریې په شمال ختیځ کې دی چې کنټرول یې د کردي ځواکونو په لاس کې دی.

د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې د سوریې په شمال ختیځ کې د لسګونو زرو ماشومانو او میرمنو توقیف غندلی او دا کار یې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه بللې.

د ملګرو ملتونو د ترهرګرۍ ضد او بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې فیونوالا نی آئولین چې سوریې ته د شپږ ورځني سفر د پای ته رسیدو وروسته یې د خبریالانو سره خبرې کولې د هغو هیوادونو څخه چې اتباع یې د سوریې پدې کمپونو او توقیف خانو کې دي، وغوښتل چې هغوي دې بیرته ستانه کړي.

میرمن آئولین ویلي چې پدې کمپونو او توقیف خانو کې ماشومان او میرمنې د ظلم لاندې او غیرې انساني شرایطو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې چې د خپل ټیم سره یې په ګډه د سوریې په شمال ختیځ کې د قمشیلي، جویریان او الهول په ولسوالیو او المالکیه په ښار کې زندانونه او توقیف خانې لیدلي په خبري کنفرانس کې وویل چې پدې ځایونو کې تقریباً ۴۰ زره کسان بندیان دي چې ۶۰ په سلو کې یې داسې ماشومان دې چې عمرونه یې تر دولسو کالونو کم دي.

هغې وویل، "دا په بشپړه توګه نه منل کیدونکې ده. مونږ هیڅ نه پوهیږو چې پدې مرکزونو کې څه پیښیږي. که چیرته وویل شي چې دا د نړیوالو حقونو څخه سرغړاونه ده، نو ښایي دا به نیمګړې وینا وي".

د سوریې په شمال ختیځ کې چې کنټرول یې د کردي ځواکونو په لاس کې دی د الهول کمپ هم دی چې لسګونه زره ماشومان او میرمنې پکې ساتل کیږي. ډیری ماشومان او میرمنې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د غړیو اولادونه او میرمنې دي.

متحده ایالات چې پدې سیمه کې سرتیري لري او د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د هغوي سره مرستې کوي، د څو کالونو راپدیخوا د هیوادونو څخه غواړي چې پدې کمپ کې خپل پراته اتباع دې بیرته ستانه کړي خو تر اوسه دا غږ په سمه توګه ندی اوریدل شوی.

له یوې خوا پدې کمپ کې پراته خلک نشي کولی ثابته کړي چې د کوم هیواد یا هیوادونو تابعیت لري او له بلې خوا د دې خلکو اصلي هیوادونه نغواړي داسې خلکو ته ځای ورکړي چې د داعش سره خواخوږي لري او یا یې د پخوانیو غړیو سره اړیکې لري.

خو د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې وایي هیوادونه مجبور دي چې خپل اتباع د سوریې د کمپونو او توقیف خانو څخه بیرته ستانه کړي.

سره لدې چې داعش ډله په سوریه کې ماته شوې خو د کمپ مسؤلین وایي د داعش د غړیو میرمنې د الهول کمپ د تشدد په کولو سره چلوي او کوښښ یې دا دی چې د داعش فعالیتونه ژوندي وساتي.

دې میرمنو څو ځله کمپ ته اور هم اچولی او دا ګواښ یې هم کړی چې د کمپ محافظین به وتښتوي. یو تور دا هم دی چې همدې میرمنو د کمپ ځینو هلکانو سره مرسته کړې چې د داعش ډلې سره یو ځای شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال راپدیخو د الهول په کمپ کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي چې ډیرې یې میرمنې وي خو دا یې ندي ویلي چې دا میرمنې چا او ولې وژلي دي.

میرمن آئولین وایي د ټیم غټه اندیښنه یې دا وه چې پدې کمپونو کې ګڼ شمیر ماشومان د نامعلومې نیټې او پخپل سر پدې خاطر ساتل کیږي چې چې ادعا کیږي د هغوي د کورنۍ غړي د داعش سره اړیکې درلودې او له همدې کبله دوي خطر بلل کیږي.

د الهول او الروج په کمپونو کې چې ‌د دواړو کنټرول یې د کردي دموکراتیکو ځواکونو په لاس کې دی، تقریباً ۵۲ زره کسان ساتل کیږي چې ډیری یې د عراق او سوریې اتباع دي.

د ملګرو ملتونو دې ځانګړي راپور ورکوونکې وویل چې پدې کمپونو کې د ژوند کولو شرایط ډیر خراب دي.

هغې وویل، " کوم شیان چې ما پخپلو سترګو ولیدل، په ډله ایزه توګه د ماشومانو توقیف کول او داسې توقیف کیدنه چې د نورو سره اړیکې نشي نیولی، تري تم کیدنه، د بندیانو سره د قومیت پر بنسټ سیتوماتیک او فزیکي تبعیض، شکنجه، ظلم او سپکوونکی چلند او د څښاک اوبو، خواړو او روغتیایي خدماتو څخه محرومیت" دی.

میرمن آئولین وویل دا ټول هغه څیزونه دي چې د ژوند کولو لپاره حقونه کمزروې کوي او له همدې کبله مهمه ده چې هیوادونه خپل اتباع بیرته ستانه کړي.