ملګري ملتونه: اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې ۹۷۲ ماشومان وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې دوشنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) ویلي چې د تیرو شپږو میاشتو راپدیدخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، نږدې ۱۰۰۰ ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا ټپي شویدي.


یونسیف وایي دغه ۹۷۲ ماشومان چې ملګرو ملتونو یې په اوکراین کې د جګړې پر مهال وژنه تائید کړې د ټولو هغو ماشومانو شمیر نه څرګندوي چې پدې هیواد کې وژل شوي او احتمال شته چې د وژل شویو او ټپي شویو شمیر تر دې هم لوړ وي.


د یونسیف اجرائیوي مشرې کترین رسل په یوې اعلامیې کې ویلي چې ډیری ماشومان د چاودیدونکو وسلو له کبله وژل شوي او یا ټپي شویدي.

میرمن رسل ویلي، "یو ځل بیا د نورو جګړو په شان بالغ انسانان ماشومان په جدي خطر کې اچوي. داسې هیڅ وسله وال عملیات نشته چې ماشومانو ته پکې زیان نه وي رسیدلی".

د ملګرو ملتونو دې چارواکې وویل چې د اوکراین په جګړې کې یوازې د ماشومانو مړینه او يا ټپي کیدنه نده بلکې پدې هیواد کې تقریباً هر یو ماشوم بوږنوونکې پیښې لیدلي او هغوي چې د جګړو له کبله یې هیواد پریښي نورو هیوادونو یا سیمو ته کډه شوي، د خپلو کورنیو څخه د جدا کیدو، تشدد، ناوړه ګټه اخیستو، جنسي ګټې اخیستو او یا انساني قاچاق د خطراتو سره مخ دي.

میرمن رسل زیاته کړه چې په اوکراین کې د تعلیمي کال د پیل کیدو سره سم دا په پوره توګه څرګندیږي چې څومره ماشومان وژل شوي او یا ټپي شویدي.

هغې زیاته کړه چې د ماشومانو لپآره د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو له مخې په اوکراین کې په هرو لسو ښوونځیو کې لږ تر لږه یو یې په جګړې کې زیانمن شوی.


میرمن رسل زیاته کړه، "ټول ماشومان باید په ښوونځیو کې وي او زده کړې وکړي، د هغو ماشومانو په ګډون چې په اضطراري حالت کې ګیر پاتي. په اوکراین کې دننه او هغه ماشومان چې بې ځایه شوي مستثنی ندي".

یونسیف پدې اعلامیې کې غږ کړی چې د چاودیدونکو وسلو څخه دې په جګړې کې کار نه اخیستل کیږي او په ځانګړې توګه دې د ملکیانو په تاسیساتو او زیربناوو بریدونه نه کیږي.

د اوکراین حکومت په مسکو تور لګوي چې په قصدي توګه ملکیان او د هغوي د اوسیدو ځایونه په نښه کوي خو روسیې دا تورونه رد کړیدي.