ملګروملتونو افغانستان کې د ملکي وګړو او ښوونیزو مرکزونو امنیت ټینګیدو غوښتنه کړې

ارشیف

د ملګروملتونو امنیت شورا دوه ورځې وړاندې د سمنګان ولایت په یو دیني مدرسه کې چاودنه، چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي په سختو ټکو غندلي او په افغانستان کې یې د ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو او ښوونیزو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

دغې شورا د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر اول ( لیندۍ ۱۰) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا افغانستان کې د ټولو ښکیلو خواو څخه غواړي، چې باید د ماشومانو په ګډون د ملکیانو د امنیت خوندیتوب ته درناوی وکړي او ټولو ښوونیزو مرکرونو ته دې امنیت برابر کړي.

د طالبانو چاراکو د معلوماتو له مخې د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار کې د چهارشنبې د ورځې د غرمې وروسته د " الجهاد" په نوم په یوه دیني مدرسه کې په یوه چاودنه کې پنځلس تنه زده کوونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي و.

په دې اعلامیه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو یو ځل بیا تروریزم د افغانستان او نړۍ لپاره یو ستر ګواښ بللی او د قانون منګلو ته د سمنګان ولایت د وروستۍ پیښې د عاملینو پر سپارلو یې ټینګار کړی دی.

د دې دمخه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي و، چې دا چاودنه په داسې مهال وشوه، چې مدرسه کې زده کوونکي په دیني زده کړو بوخت و. ددې وزارت د معلوماتو پر اساس د پیښې اکثره قربانیان د " الجهاد" مدرسې زده کوونکي و.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه دفتر " یوناما" ویلي، چې په دې چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما هم دا چاودنه غندلې ده او ویلي دي، چې د پیښې اکثره قربانیان ماشومان دي.

تراوسه د سمنګان ولایت کې ددې چاودنې مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو د داعش د خراسان څانګې په څه باندې یو کال کې په کابل، کندز، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار په ولایتونو کې په جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونوکې د بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی .

طالبانو د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشت کې افغانستان کې واک ترلاسه کړی او په دغه هیواد کې یې د بشپړ امنیت د ټینګیدو ادعاوې کړي دي. خو په تیرو ۱۴ میاشتو کې پر افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو وروسته هم په یو شمیر ولایتونو کې تروریستي بریدونه شوي دي.