د کابل د برید "تنظیمونکي دې عدالت ته راښکل" شي 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په دې برید کې ۹۵ تنه چې اکثریت یې ملکیان دي وژل شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ سره نږدې د شنبې د ورځې جنوري ۲۷ مې برید "بزدلانه" او "ناوړه" تروریستي عمل ګڼلی او په "سختو" ټکو یې غندلی دی.

د امنیت شوار غړیو په یوې اعلامیې کې پدې برید کې د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو او د افغانستان د حکومت سره خواخوږي ښودلي.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د دې برید "اجرا کوونکي، تنظیم کوونکي، مالي‌مرستې کوونکي او هغوي چې همکاري یې پکې کړي، عدالت ته دې راښکل شي.‌"

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو د ټولو دولتونو نه غوښتي دي چې د نړیوالو قوانینو او امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې دې د افغانستان د حکومت سره پدې برخې کې همکاري وکړي.

د کابل په برید کې ۹۵ کسان ووژل شول او د یو نیم سلو نه زیات ټپي شول. طالبانو ادعا کړې چې برید هغوي کړی.

د امنیت شورا همدرانګه پدې ټینګار کړی چې ټول هیوادونه دې د تروریزم ټولو ډولونو سره مبارزه وکړي.‌ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیریش هم په یوې اعلامیې کې د کابل برید غندلی او ویلي یې دي چې په ملکیانو بریدونه د بشري خقونو نه سرغړوانه ده او په هیڅ ډول توجیه کیدلی نشي.