ملګرو ملتونو د طالبانو پسرلني عملیات وغندل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې اعلامیې کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او ویلي یې دي چې "دغه عملیات به د افغانستان د خلکو په لازیاتې او بې ځایه بربادۍ تمام شي."

د وسله والو طالبانو ډلې د جمعې په ورځ (اپریل ۱۲) د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیل کړل.

طالبانو خپل پسرلني عملیات په داسې حال کې اعلان کړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د سولې خبرو اترو د تسهیل لپاره د ۱۱ طالب مشرانو نومونه د نړیوالو تحریمونو له لست څخه ایستلي دي.

سره له دې چې د طالبانو استازو له تیر کال راهیسې لږ تر لږه پنځه وارې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي، خو په افغانستان کې دغې ډلې خپل عملیاتو ته هماغسې ادامه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې د طالبانو سره د سولې خبرو اترو تازه دور به د طالبانو استازو او ۲۵۰ کسیزه افغان هیات تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې تر سره شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو غاړو غوښتي چې د دغه فرصت څخه ګټه واخلي او دایمي سولې ته د رسیدلو لپاره زمینه برابره کړي.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د عملیاتو د غندلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دریځ څخه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په دې اړه یوه ټوېټ کې یو ځل بیا پر اوربند او په دې اړه پر خبرو ټینګار کړی دی، نوموړي ویلي، که هرڅوک له اوربند او د خبرو له پیل سره مخالفت کوي تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ هم ویلي، چې په افغانستان کې د روانې مرګ ژوبلې د مخنیوي تر ټولو ګړندۍ لار پر اوربند موافقه کول دي او له طالب مشرانو څخه غوښتي و چې خپلو استازو ته د اوربند پر سر خبرو کولو ته اجازه ورکړي.

زلمي خلیلزاد چې مخکې د طالبانو یاد عملیات غندلي و له قطر او پاکستان څخه هم غوښتي و چې د یادو عملیاتو غندنه وکړي، خو دغه دواړو هېوادونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت هم د طالبانو پسرلني عملیات غندلي دي.