د ملګرو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ

عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.

د امنیت شورا دا پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شو او د شورا ټولو ۱۵ واړو غړیو یې په طرفدارۍ رایې ورکړلې.

د ۲۷۲۷ م نمبر پریکړه لیک له مخې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدید شو.

په پریکړه لیک په افغانستان کې د یوناما، د ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د حضور دوام مهم بلل شوی.

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې همدارنګه د افغانستان د ټولو سیاسي فعالینو او شریکانو او نورو نړیوالو سازمانانو د استازو څخه غوښتل شوي چې د یوناما سره د ماموریت په پلي کولو کې خپلې چارې همغږې کړي تر څو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو خوندیتوب، امنیت او ګرځیدل راګرځیدل ډاډمن شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې ددې پریکړه لیک منظوریدو څخه وروسته وویل چې امریکا "په ژوره توګه" د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوي او له همدې کبله په ژوره توګه د یوناما ملاتړ هم کوي.

لینډا تاماس-ګرینفیلډ په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د یوناما د مامورینو کړنې ستایلي دي او دا یې هم ویلي چې هغوي د سختو شرایطو لاندې خپل فعالیت جاري ساتلی.

میرمن ګرینفیلډ په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې د رایو په غوڅ اکثریت د دې پریکړه لیک منظوریدل یو قوي پیغام لري.

د متحده ایالاتو د استازې په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې پریکړه لیک په منظوریدو سره ملګرو ملتونو ته دا وړتیا ورکول کیږي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهم لومړیتوبونه عملي کړي.

په اعلامیې کې راغلي چې د افغانستان د "پراخ بشري ناورین او اقتصادي بحران" آسانه کول، د بشري حقونو او د میرمنو او نجونو حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو بیرته احیا کولو هلو ځلو سره مرستې کول هغه څه دي چې دا پریکړه یې ملګرو ملتونو ته برابروي.

د متحده ایالاتو استازې همدارنګه ویلي چې د افغانستان وګړي د سولې، امنیت او ثبات حقدار دي.