ملګري ملتونه: په غزې کې به حالات ترینګلي شي

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو د رئیس مرستیال امنیت شورا ته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د فلسطین په غزې کې حالات ترینګلي شي.

ښاغلي تاي بروک په شورا کې د وینا پر مهال له ټولو خواوو څخه غوښتي دي چې ملکیان په خاص ډول ماشومان په نښه نه کړي.

د ملګرو ملتونو دغه سیاستوال له اسرائیلي پوځیانو څخه غوښتي دي چې ډیر زغم وکړي او "اسرائیل باید د نړیوالو بشري حقونو او بشري قانون له مخې خپلو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي."

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایې چې شاخوا پنځلس فلسطینیان د جمعې په ورځ [مارچ ۳۱] په غزې کې د اسرائیلي قواوو په ډزو کې وژل شوي دي.

د وزارت د شمیرو له مخې، ۱۴۰۰ کسان زخمیان شوي چې لدې جملې څخه ۷۵۰ تنه د اور په لمبو کې سوځېدلي دي.

د امریکا یو دیپلومات والټر میلر هم په سیمې کې د شخړو پر کمېدو ټینګار کړی دی او ویلې یې دي چې دوي "د خلکو پر وژل کېدو سخت خپه شوي دي."

د اسرائیلو پوځ وایې چې عسکرو یې تېره ورځ د فلسطینیانو د یوه لوي لاریون د مخنیوي لپاره اقدام کړی دی.