سينيرلي اوغلو متقي ته: نړيواله ټولنه ځينې انديښنې لري هغه بايد له پامه ونه غورځوئ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې د ورځې ناوخته جون ۲۲ ( چنګاښ اول) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سينيرلي اوغلو مولوي امیرخان متقي ته ویلی، چې دې داسې احساسوي، چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره بوختیا ته لیواله ده خو نړیواله ټولنه ځینې اندیښنې لري، چې باید طالبان یې له پامه ونه غورځوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سمييزو لویو پروژو پلي کولو کې مهم رول لوبولی شي نو د همدې له امله په افغانستان کې ثبات ارزښت لري او هيڅوک هم نور دلته جنګ نه غواړي. البته د دې سره سره نړيواله ټولنه ځينې انديښنې لري چې هغه بايد تاسو له پامه ونه غورځوئ."

ددې اعلامیې له مخې ښاغلي متقي ویلي: "موږ دلته پخوانۍ وژنې او ظلمونه په امن او ثبات بدل کړي، د ښځو اسلامي حقوق مو تأمين کړي، د پروژو تطبيق ته مو زمینه برابره کړې او د امنيت او نشه يي توکو برخو کې ټولې لاسته راوړنې مو بې له کومې بهرنۍ مرستې ترسره کړي دي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداشان د نړیوالو بندیزونو په اړه هم خبرې کړي او ویلي دي، چې دواړو خوا په دې ټینکار کړی، چې د موضوعاتو د حل په اړه بايد خبرو اترو ته دوام ورکړل شي.

ملګرو ملتونو تراوسه ددغې کتنې او په کتنه کې د شوو څرګندونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ښځو د حقونو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ ( جوزا ۳۱) له طالبانو غوښتي، چې که غواړي د رسمیت پیژندلو پر لور یې ګام پورته شي او د ملګرو ملتونو ادارې په اغیزناکه توګه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، باید پرښځو او نجونو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.

د هغې په وینا که داسې ونشي د طالبانو په رسمیت پیژندل به "تقریباً ناممکن" وي.

ښاغلي اوغلو ددغه سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اعلامیې له مخې ددغه وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د فریدون هادي سينيرلي اوغلو، سره په کتنه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې خپل مسولیت ادا کړی او اوس باید نړیواله ټولنه په دې برخه کې مسولیت ادا کړي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش له خوا د روان کال د اپریل ۲۵ (غوایي ۵) یو ترکي دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي په توګه وټاکه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له سینیرلی اوغلو څخه غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د موجودو ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه وړاندې کړي.

دا په دې دندې د ټاکلو وروسته افغانستان ته د ښاغلي سينيرلي اوغلو لومړی سفر دی.