د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا، ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د افغانانو د بشري حقونو پر خوندیتوب، د سرغړونو پر مخنیوي او د نړیوال عدالت پر تضمین باندې ټینګار کړی دی.
ښاغلي بنت د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۳ (وري درېیمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زه د تیرې اونۍ تر وحشتناکو پېښو وروسته د ټولو غمجنو افغانانو تر څنګ ولاړ یم. زه به د څېړنو او حساب ورکونې څارنې او تعقیب ته دوام ورکړم."
I stand w all Afghans grieving loved ones after last week’s horrific attacks; will continue to monitor & seek #investigation & # accountability. Afghans%27 #humanrights must be protected: prevent violations & ensure internationally-guaranteed justice
— UN Special Rapporteur Richard Bennett (@SR_Afghanistan) April 23, 2022
ښاغلي بنت پر داسې مهال د تیرې اونۍ د خونړیو چاودنو پر نظارت او څېړنو باندې ټينګار کړی چې له امله یې لسګونه ملکي وګړي چې اکثره شعیه وګړي وو مړه او ټپيان شول.
د تیرې جمعې په ورځ اپرېل ۲۲مه (غوايي دوهمه) د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یو جومات کې چاودنې ۳۳ لمونځ کوونکي ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل.
تر یادې چاودنې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ د بلخ مرکز مزارشریف کې د افغان اهل تشیع جومات کې چاودنې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړل. ددغې چاودنې مسؤلیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.
د تیرې چهارشنبې په ورځ اپرېل ۲۰(غوايي لومړۍ» د کابل ښار په لوېدیځه څنډه دشت برچي کې د عبدالرحیم شهید او ممتاز ښوونیز مرکز مخته چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
امریکا غږ ته د رسېدلي لېست له مخې په دغه چاودنو کې ۱۷کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت بیا ویلي و چې په دغه چاودنه شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي، چې اکثره قربانیان یې ماشومان و.