د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) د افغانستان په اړه غونډه کوي.
یوناما ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبرا لاینز به د یادې غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
یوناما ویلي چې د سې شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د سولې او امنيت په اړه پرانيستی بحث وي او بیا به استازې دیبرا لاينز معلومات ورکړي.
The situation in Afghanistan will be addressed by the Security Council tomorrow, Wednesday, starting 15:00 in New York (00:30 Thursday Kabul local). The SG’s Special Representative for Afghanistan @DeborahLyonsUN will brief at the session. Follow live https://t.co/UnYi73tpYs pic.twitter.com/xOXiYsza1L
— UNAMA News (@UNAMAnews) November 16, 2021
ملګري ملتونه پر داسې مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي چې افغانستان د سوړ ژمې په رارسېدو سره تر بل هر وخت بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو روانه اونۍ وویل چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر، چې قحطۍ ته په نژدې شرایطو کې ژوند کوي، ۸.۷ میلیون ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان (ډبیلو اف پي) د راپور په اساس دا شمېر د روان کال د شمېرو په پرتله درې میلیون زیات شوی دی.
ملګري ملتونه وايي دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیون خلک، چې د هېواد څه باندې ۶۰ فیصده نفوس کیږي، لوږه ګالي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د کال تر پای پورې به د افغانستان ۹۷سلنه خلک د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
دغه سازمان همدغه راز ویلي دي چې د روان کال تر پای پورې به ۳.۲ میلیون افغان ماشومان په سختې او جدي خوار ځواکۍ (سو تغذیه) اخته شي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو، وچکالۍ، غربت او اقتصادي ستونزو له کبله ۳.۵ میلیون افغانان په خپل کې وطن کې دننه بېځایه شوي دي.
په دوی کې یې ۵۰۰زره هغه کسان دي چې د طالبانو له راتګ وروسته له خپلو سیمو نورو سیمو ته بېځایه شويدي.