ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۶۰۰ میلیون ډالر غواړي

په غونډې کې د ملګرو ملتونو د جګپوړو چارواکو تر څنګ د نړۍ د یو شمیر هیوادنو استازي هم ګډون کوي.

ملګرو ملتونو په د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي۲۲) په ژنیو کې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو غونډه پيل کړې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د بشري ناورین د راتګ خبرداری ورکړی او پلان لري چې پدې غونډې کې څه باندې ۶ سوه میلیونه ډالر تر لاسه کاندي.

په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ټولو نړیوالو خیریه موسسو او ادارو خپل دفترونه وتړل او ملګري ملتونه وايي چې افغانستان له یو لوی بشري ناورین سره مخامخ دی.

ټاکل شوې په ژنیو کې د افغانستان لپاره د مرستو د راټولو په غونډې کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونو ګوتریش په ګډون د دې ادارې نور جګپوړي چارواکي، د سره صلیب د نړیوالې ادارې مشر پیټر مارر او د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس په ګډون د لس ګونو حکومتونو استازي برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د طالبانو د راتګ نه وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلونو کسانو مرستو ته اړتیا درلوده خو دې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې دوچکالۍ او خوراکي موادو او نغدو پیسو د کمښت له کبله به ښایي چې دا شمیر تر دې هم لوړ شي.

ملګري ملتونه وایي چې د ۶۰۶ میلونه ډالرو غوښتل شویو مرستو پیسې به د خوراک نړیوال پروګرام ته ورکول کیږي ځکه دې ادارې ویلي چې د ۱۶ سوو افغانانو سره چې دې ادارې ورسره د اګست او سپټمبر په میاشتو کې مرکې کړي، ۹۳ په سلو کې یې ویلي چې خوراکي مواد نلري ځکه چې هغوي د دې خوراکو موادو د اخیستو لپاره پیسې په لاس کې نلري.

د طالبانو د راتګ نه وروسته له یوې خوا په افغانستان د میلیاردو ډالرو بهرنۍ مرستې بندې شوې، له بلې خوا د طالبانو چټک بري چې توقع یې نه کیده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په پروګرامونو فشار ډیر کړی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي چې اداره یې د مالي ستونزو سره مخ ده. ښاغلي ګوتریش د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، " ملګري ملتونه په اوس وخت کې حتی د خپلو مامورینو د تنخواګانو د ورکړې وس نلري. "