ملګري ملتونه طالبانو ته: د رسنیو ډارول بند کړئ

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د طالبانو د حکومت له خوا په خپل سر د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه څرګنده کړې او د طالبانو څخه یې غوښتي، چې د رسنیو ډارول دې بند کړي.

یوناما د پنجشنبې د ورځې ناوخته د اپریل اوم ( حمل ۱۷) افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو لړۍ دوام ته په کتنې ویلي، چې د طالبانو له خوا په خپل سر د خبریالانو نیولو په کچه کې د کموالي هیڅ نښه نه لیدل کیږي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو په اکثرو قضیو کې طالبانو نیول شوي کسانوته په بند کې د ساتلو له ځایه بهر سره د هیڅ ډول اړیکو د نیولو اجازه هم نه ده ورکړې.

دوه اونۍ وړاندې کندهار په ولایت کې سمه ییزو طالب چارواکو څو خبریالان ونیول چې په بند کې د لنډې مودې پاتې کیدو وروسته یې خوشې کړل.

تراوسه د دغو خبریالانو د نیولو د علت په اړه طالب چارواکو څه نه دي ویلي، خو سیمه ییزو خبریالانو ویلي، چې لږ ترلږه یو خبریال په سیمه ییزه رسنۍ کې سندرو د خپرولو له امله نیول شوی وو.

یوناما ویلي " همدا اوس بسم الله وطندوست په بند کې د لس ورځو تیرولو او بهر سره د اړیکو لرلو پرته راخوشې شو. خو اوس نور بندیان شوي دي. ملګري ملتونه له طالبانو غواړي چې د رسنیو ډارول دې بند کړي".

د خبریالانو د نیولو په تازه یو اقدام کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي، چې د طالبانو ولایتي چارواکو په غور ولایت کې د دغې کميتې ولایتي مسول غلام رباني هدفمند د یو بل سمه ییز خبریال ګل احمد خسرو سره یو ځای دوه ورځې وړاندې نیولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ګل احمد خسرو د څو ساعتونو بند وروسته بیرته خوشې شوی خو تراوسه لا د غلام رباني هدفمند برخلیک څرګند نه دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې ژر دې د دې کمیټې د غور ولایتي مسول خوشې کړي.

د غور ولایتي چارواکو د دغو دوو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. طالبانو حکومت هم د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ( یوناما) څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې حکومت یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خصوصي رسنیو څخه ملاتړ کوي.

د ازادو خبریالانو ټولنې په یوراپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شوی افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې په تیرو اوو میاشتو کې دغې ادارې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۴ پیښې ثبت کړي دي.