اوکراین وایي روسیې یې اتومي بټۍ ویشتلې ده

وروسته تر هغه چې اوکراین یکشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) په روسیې تور ولګاوه په اروپا کې تر ټولو په ستر اتومي سټیشن یې بمباري کړې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتریش خبرداری ورکړ چې په اتومي بټیو هر ډول برید "ځان وژنه" ده.

مسکو او کیف دواړه یو بل د زاپوریژیا په اتومي بټۍ په برید کولو تورنوي. دا اتومي بټۍ په اوکراین د یرغل د لومړنیو ورځو څخه د روسیې په لاس کې ده او په اروپا کې تر ټولو ستره اتومي بټۍ ده.

پدې اتومي بټۍ د بریدونو له کبله د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې "ریښتینې اتومي ناورین د خطر " خبرداری ورکړی او په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبردای ورکړی چې په اتومي بټۍ هر ډول برید ځان وژنه ده.


ښاغلي ګوتریش په جاپان کې په خبري کنفرانس کې پرته لدې چې په اوکراین کې په اتومي بټۍ د برید ملامتي په کوم چا واچوي وویل، "هیل لرم چې دا بریدونه به بند شي."

د دې نړیوال سازمان مشر د دې خبرداري تر څنګ چې په اتومي بټۍ هر ډول برید ځان وژنه ده، زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار ادارې د هلو ځلو ملاتړ کوي چې د دې اتومي بټۍ د با ثباته کیدو لپاره یې کوي.

هغه وویل، "هیله لرم چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار اداره به وکړی شي چې د اتومي بټۍ ته لاسرسی پیدا کاندي".

د دې څرګندونو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په جاپان کې د هیروشیما ښار ته تللی و چې د نړۍ لومړنی اتومی بم پکې لویدلی او هغه یې په اوه اویایمي کلیزې کې برخه واخیسته.