ولسمشر ټرمپ نن دملگرو ملتونو د غونډې مشرتوب کوي

ولسمشر ډانلډ د ملگرو ملتونو په ٧٣ یمه غونډه کې خبرې کوي او د ملگرو ملتونو عمومی منشی انتونیو گوتیرز غوږ نیولی دی؛ د سپتمبر ٢٦ مه ٢٠١٨

د نړۍ مشرانو د ولسمشر ټرمپ د هغې وینا په وړاندې عکس العمل ښودلی دی چی هغه په ملگرو ملتونو کې وکړله. ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې دامریکا په هرڅه کې اول بهرنۍ پالیسي بیا تکرار کړله.

ولسمشر ډانلډټرمپ په ملگرو ملتونو کې د خپلې وېنا په وړاندې له یو څو دقیقو نه وروسته غېر معمولی ځواب ترلاسه کړ.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: له دوو کلونو نه په کمه موده کې، زما ادارې دامریکا په تاریخ کې تر بلې هرې ادارې ډېر څه سرته رسولي دي. داډېره رېښتیا ده.( خندا) ما ددې عکس العمل تمه نلرله خو پروا نلري."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تیرکال په څېر وطن پالنه پر جهان پالنه یا جهاني کیدنه غوره وبلله.ښاغلي ټرمپ وطن پالنه وستایله.

".موږ د جهان پالنی ایډیولوژي ردوو او د وطن پالنی اصول په ټوله نړۍ کې قبلوو. "

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا په هرڅه کې اول پالیسي

خو یوشمیر مشرانو خپل غبرگون وښود. دفرانسی جمهوررئیس د اقلیم د بدلون خبره وکړله او پرهغو هېوادونو ېې غږ وکړ چی خپلې تجارتی معاملی له هرهغه هېواد سره چی د پاریس د اقلیم د بدلون توافق نه منی رد کړي. امریکا له دې موافقی نه وتلی ده.

د فرانسې ولسمشر ایماننویل مکرون وویل: موږ به له هغو هېوادونو سره نورې تجارتې موافقې لاسلیک نکړو چې د پارېس موافقی ته درناوی نلري. راځئ داخبره یقېنی کړو چی زموږ تجارتی تعهدات زموږ د چاپېریال او ټولنیزو محدودیتونو سره یوځای کړو.

ولسمشر ټرمپ په ملگرو ملتونو کې له خپلې وینا نه مخکې پر ایران ډیر کلک انتقاد وکړ.

".. پکارده ایران د خپلو خبرو لحن بدل کاندی مخکې له دېنه چې زه ورسره وگورم. هغوی غواړی له ماسره وگوری خو زه ورسره نه گورم ترڅو چې هغوی خپل لحن بدل نه کاندی. هغوی بله لاره نلري، دابه وشي، موږ دیته سترگې په لار یو چې له ایران سره سترې اړېکی ولرو."

خو دایر ان ولسمشر حسن روحاني پرامریکا ډیر توند انتقاد وکړ:" ... زه هم دلته په ډیرو څرگندو ا لفاظو خبرې پیل کوم. نړۍ وال امنیت دامریکا د داخلی سیاست د لوبو یوه آله نده. اود ملگريو ملتونوسازمان د امریکا د حکومت یوه برخه نده.

یوشمیر ماهران وايی د څو ملتي معاهد و نه وتل او پر بهرنیو ا موالو تعرفې لگول دهغی پراخې پالیسۍ برخه ده چی غواړي په نړۍ کې په روان حالت کې بدلون راوستل شی.

د بهرنیو اړیکو د شوری غړی چارلز کوپچن وايي: دامسله په خاصه توگه د دویم نړۍ وال جنگ نه وروسته نظام ته تاوان رسوي، ځکه چې متحدوایالاتو منځته راوستی دی. امریکاېې ستره ملاتړې ا و جوړوونکې ده. داچی یو څوک په واشنگټن کې غواړی دا نظام ړنگ کړي دا ستر بدلون دی".

په دې اونۍ کې دملگرو ملتونو غونډې د جمعی ترورځې پورې دوام کوي او دشمالی کوریا د اټومی وسلو د خپرولو مسله د راتلونکیو ورځو په جدول کې شامله ده.