یوناما او پاکستان ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ لوړه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما ولسمشر غني ته د نوي ولسمشر په توګه د لوړې د مراسمو د ترسره کولو مبارکي ورکړه.

د یوناما په یوې اعلامیې کې د دغه سازمان د مشر تادامچي یاماماتو له خولې ویل شوي: "ملګري ملتونه چمتو دي چې په ټول افغانستان کې د ولسمشر غني له ادارې سره ګډ کار وکړي."

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې یوناما د ښاغلي غني د هغې ژمنې هرکلی کوي چې وايي "همه شمول او د ټولو د خوښې حکومت" به جوړوي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپل ټویټر کې ولسشمر غني ته مبارکي ورکړې او لیکلي دي: "زه ولسمشر غني ته مبارکي ورکوم او منتظر یم چې ګډ کار ورسره وکړم. پاکستان به تر خپلې وسې کار کوي چې زموږ سیمې ته سوله او ثبات راشي."

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ (مارچ۹) په ارګ کې لوړه وکړه. د هغه د لوړې مراسمو ته د امریکا شارژدافیر راس ویلسن، د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان سکاټ میلر، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر نورو دپلوماتانو او سیاستوالو ګډون کړی و.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ښاغلی غني ولسمشر وټاکه خو عبدالله عبدالله دا پرېکړه نه مني او هغه په خپله ځان "د افغانستان د همه شمول دولت" ولسمشر اعلان کړی دی.