یوناما: طالبان دې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اقدام وکړي

عکس (ارشیف)

ملګري ملتونه وايي چې له وسله والو طالبانو نه یې غوښتي چې افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما د یو ټویټ په خپرولو ویلي چې د دغه بنسټ استازو تېره ورځ په دوحې کې له طالبانو سره لیدلي او "د جګړې په ډګر کې پر افغان ملکیانو د تپل شویو کړاوونو" په اړه یې خبرې اترې کړي.

د یوناما په ټویټ کې چې نن سه شنبه جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) خپور شوی راغلي: "د یوناما د بشري حقونو استازو له طالبانو غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب او د ډار نه خپرولو په برخې کې ژمن پاتې شي."

سربېره پر دې تېره ورځ په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرې په یو بیان کې د افغان ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

مېرمن میشل بشلت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي د همدې مودې په پرتله د یو کال مخکې ملکي تلفات ۱۴ سلنه لږ وو.

اغلې بشلت زیاته کړې په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه په وتلو دي، د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په ګواښ کې دي او په ځانګړې توګه یې د خبریالانو، ښځو، اقلیتونو او د بشري حقونونو ملاتړ کوونکو ته یې ډار پېښ کړی دی.

هغې زیاته کړې: "له ټولو ښکېلو خواوو غواړم چې د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي او د ملکیانو ژغورلو لپاره سملاسي اوربند وکړي. د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ونډه باید وساتل شي."

مېرمن بشلت افغانستان کې د وضعیت کړکېچن کېدو ته په کتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې ته هڅولې چې پر افغانستان پام ډېر کړي.