یوناما: د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره افغانستان کې څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو محرومې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (يوناما) د سې شنبې په ورځ ناوخته مارچ ۲۱( وري لومړۍ) ویلي چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو محرومې او د تعلم اجازه نلري.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي: " د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی ( یوناما) پر واکمنو چارواکو یو ځل بیا غږ کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ټولو تبعيضي سیاستونو لاس واخلي. دغه سیاستونه نه یوازې د افغانستان د نیمایي نفوس د هیلو په وړاندې خنډ رامنځته کوي، بلکې دغه هیواد ته لوی زیان رسوي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو خلاصولو باندې ټینګار شوی دی.

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني چې اوس مهال په دوبۍ کې اوسیږي، تیره ورځ د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر بندېدو انتقاد وکړ.

هغه وویل چې نجونو او ښځو ته د زده کړو،کار او ژوند کولو خداي ورکړي حقوق په افغانستان کې د طالبانو لخوا سلب شوي دي. هغه وویل چې دغه خاموشي په ځانګړي ډول د ښځو په اړه په یوې فاجعې بدله شوې ده.

په افغانستان کې سږکال تعلیمي کال له نوروز سره همهاله راغی، ګڼ شمېر فعالانو په ۱۴۰۲ کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پر خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.

په کابل کې د یولسم ټولګي یوې زده کوونکې صدف حیدري ویلي و: «طالبانو له موږ څخه هر څه اخیستي دي. زه ډېره غمژنه او په زړه ماته یم.»

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړې فوزیه کوفي هم چې او س مهال له هیواد څخه بهر ده د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازو پر بندېدو انتقاد کړی دی او هغه یې نه یوازې د افغان نجونو بلکې د افغانستان د را تلوونکي په اړه یو لوی شاتګ بللی دی.

پر همدې مهال د افغانستان د ښځو شبکې هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې سږ کال پسرلي کې د ښوونځيو زنګ د نجونو لپاره نه وهل کیږي او په خبره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ بندې دي.

دغه ټولنې بیا هم تمه ښودلې چې په نوي تعلیمي کال کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د نجونو په زده کړو بندیز تېرکال د مارچ په میاشت کې پیل شو. افغانستان یوازینی هېواد دی چې د طالبانو په نظام کې په کې نجونې او ښځې د زده کړو، کار سیاسي، اقتصادي او اجتماعي مشارکت او د تګ راتګ حق او ازادي نلري.

طالبان ادعا کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس نجونو او ښځو ته حقوق ورکوي، خو ملګري ملتونه او یو شمېر اسلامي هېوادونه د طالبانو دا بندیزونه د«اسلامي اصولو خلاف او نه توجیه کېدونکي» بولي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې بیا واکمن شول او له هاغه وروسته یې په ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول، تر دې دمه کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.