یوناما: نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغانان وژل شوي

ملګروملتونو د رپوټ د خپرولو پر وخت په افغانستان کې د ښکیلو ډلو غوښتي چې ملکي وګړو ژوندته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما تازه رپوټ، چې نن خپور شوی ښيي چې د ۲۰۱۶ کال په په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د شمیرو له مخې د تیر عیسوي کال په همدې موده کې کې په افغانستان کې ۲۶۸۱ تنه ملکي افغانان وژل شوي وو او ۵۸۰۵ نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما تازه رپوټ ښيي، چې د تیر کال د لومړیو نهو میاشتو په پرتله سږکال د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې یو فیصد کموالی راغلی دی.

په دغه رپوټ کې د یوناما د مشرتدامیچی یاماموتو له قوله ویل شوي "د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سیمو کې د جګړو د زیاتوالي له امله خورا اړینه ده، چې ښکیلې غاړې په عاجله توګه داسي اقدامات ترسره کړي، چې ملکي خلک د جګړې له زیان څخه خوندي شي".

یوناما په خپل رپوټ کې جګړه، وسله‌والې نښتې، چاودنې او ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي دي.

یوناما په دې رپوټ کې، د ملکي افغانانو د ۶۱ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده، چې د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په پرتله ۱۲٪ کموالی ښيي.

یوناما ویلی، چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۵۶۹ افغانان د حکومت د مختلفو وسله‌والو مخالفو ډلو له خوا وژل شوي او ۳۵۷۴ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د رپوټ له مخې، د حکومت وسله‌والې مخالفې ډلې په قصدي توګه ملکي وګړي تر خپل هدف لاندې راولي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

خو په دغه رپوټ کې د ۶۲۳ ملکيانو د وژل کیدو او د ۱۲۷۴ نورو د ټپي کیدو مسؤولیت د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچول شوی، چې د تیر کال په پرتله ۴۲ فیصده زیاتوالی په کې راغلی دی.

په دغه رپوټ کې د ۱۱ فیصدو ملکي تلفاتو لامل، چې په مخامخ جګړو کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي، روښانه شوی نه دی او پنځه فیصده نورو ته بیا له جګړو څخه د پاتې شوو چاودیدونکو توکو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رپوټ له مخې د روان عیسوي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۱۳ تنه د حکومت پلوه ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۱۵۹ نورټپیان شوي دي. دا شمیره د تیر کال په پرتله په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو ۷۲ فیصده زیاتوالی ښيي، چې د یو پر دریو برخې مسؤولیت یې د نړیوالو ځواکونو په غاړه اچول شوی دی.

یوناما په دغه رپوټ کې د ماشومانو پر مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې موده کې ۶۳۹ تنه ماشومان وژل شوي او ۱۸۲۲ تنه نور ټپیان شوي، چې د تیر کال په پرتله ۱۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

همدا شان په رپوټ کې راغلي، چې په افغانستان کې ۲۴۰ ښځې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې وژل شوي او ۳۵۰ نورې ټپیانې شوې دي.

یوناما په خپل رپوټ کې د اګست په ۲۴مه نیټه د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې د برید یادونه هم کړې، چې په کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي وو او ۴۸ نورټپیان شوي وو.

یوناما د دولت له مخالفینو وسله‌والو څخه غوښتي چې پر ملکي بنسټونو او ادارو بریدونه ونکړي.

همدا شان یوناما په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکیلو غاړو څخه غوښتي، چې د جګړې پر مهال نړېوال منل شوي اصول مراعت کړي او د ملکيانو د ژوند د مصؤنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.