تیرکال هره ورځ له لسو زیات ملکي افغانان ووژل شول

یوناما د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ډیره پړه پر طالبانو اچوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما چې هر کال د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپروي، وایي په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې په ملکي تلفاتو کې ۲۲ په سلو کې زیاتوالی راغلی او له ۲۰۰۹ کال راوروسته تېر کال د ملکي تلفاتو تر ټولو خونړی کال و.

د یوناما په نننۍ راپور کې ویل شوي، چې دغه دفتر په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي وګړو ۱۰۵۴۸ تلفات ثبت کړي دي چې په دې شمیره کې ۳۶۹۹ د ملکي وګړو د وژنې او د ۶۸۴۹ بملکي وګړو د ټپي کېدل شامل دي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې جورجیت ګګنون ددغه راپور د خپرولو په مهال خبریالانو ته وویل ‪"‬د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۴ کال کې د وژنې کچه ۲۵ په سلو کې او د ټپي کېدو ۲۱ په سلو کې لوړه شوې ده.‪"‬

له هغه را وروسته چې یوناما د ملکي تلفاتو په اړه له ۲۰۰۹ کال راهېسې راپورونه چمتو کوي، په تېرو شپږو کلونو کې ۴۷۷۴۵ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي، چې دغې شمېرې ۱۷۷۷۴ وژل شوي، او ۲۹۹۷۱ ټپي شوي دي.

یوناما ویلي، چې تېر کال پدې خاطر د ملکي تلفاتو کچه لوړه وه، چې په وسله والو نښتو او جګړو کې زیاتوالی راغلی وو، دوی ویلي، چې ځای په ځای کېدونکي چاودیدونکو توکو او په نښتو کې په نوي تکتیکونو کې ۵۴ په سلو کې ډېروالی لیدل شوی دی.

مېرمن جورجیټ وویل‪"‬ ددغو ملکي تلفاتو د اړولو لومړي مسؤل د دولت وسله وال مخالفین دي.‪"‬

راپور وايي، ۷۲ په سلو کې د دولت مخالفین ددغه ملکي تلفات مسؤل، ۱۴ په سلو کې د دولت یا دولت پلوه ځواکونه او درې فیصده له پاکستان په توغول شوو ګولیو کې ملکي تلفات اوښتي دي.

ځانمرګي بریدونه، ځای په ځای کېدونکي چاودیدونکي توکي هغه عمده وسیلې وې، چې د دولت مخالفینو ملکي تلفات پرې زیات اړولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نیکولاس هیثم د ملکي تلفاتو په اړه د راپور د خپرولو په مهال خبریالانو ته وویل ‪"‬ددې راپور له خپرولو زمونږ هدف دا دی ترڅو په جګړه کې له ښکېلو خواوو نه وغواړو چې ملکي تلفات ودروي، په نښتو کې ملکي وګړي خوندي وساتي.‪"‬

یوناما له ۲۰۰۹ کال راوروسته هر کال د ملکي تلفاتو په اړه په کال کې دوه راپوره خپروي.

لا له وړاندې ۲۰۱۴ کال په اړه داسې تبصرې کېدې، چې دا کال به د افغانستان لپاره مهم کال وي، پدغه کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، او له نړیوالو ځواکونو امنیتي لېږد هم ترسره شو.

پدغه کال کې تر ډېره د ناامنیو، پېښو چاودنو، ځانمرګو او بمباریو خبرونه ورکول کېدل.

افغان امنیتي ځواکونه هم مني، چې دغه کال تر ټولو زیات ناامنه کال وو