یوناما: د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان کې څه باندې ۱۰۰۰ ملکيان وژل شوي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر "یوناما" د سه شنبې په ورځ جون ۲۷( چنګاښ شپږم) وویل چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۳ د مۍ تر میاشتې پورې په بریدونو او چاودنو کې څه باندې ۳۷۰۰ کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

یوناما وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په تیرو نژدې دوو کلنو کې په عبادت ځایونو او هزاره ګانو باندې بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې ملکیانو ته په کې زیات تلفات اوښتي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي دي چې دغې ادارې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې تر ۳۰ پورې د مرګ او ژوبلې ۳۷۷۴ پېښې ثبت کړي چې درې په څلورمه برخه یې په عبادت ځایونو، ښوونځیو او مارکیټونو کې د چاودنو له کبله دي. یوناما په دغه راپور کې ویلي چې په دغې مودې کې " ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ تنه نور ټپیان شوي" دي.

یوناما ویلي چې اکثریت ملکي تلفات د داعش د ډلې د بریدونو له کبله دي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اکثریت بریدونو مسولیت د داعش ډلې منلی دی. د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فریزر ویلي: "پر ملکیانو او ملکي اهدافو باندې دا بریدونه د غندي وړ دي او باید ودرول شي."

د یوناما شمیرې ښيي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ څخه د دریو کلنو وړاندې مودې پرتله واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته موده کې پر عبادت ځایونو باندې بریدونه زیات شوي.

راپور سپارښتنه کوي چې واکمن چارواکي دې په عبادت ځایونو، تعلیمي ادارو او هزاره ګانو باندې د بریدونو د مخنیوي په موخه د ځانګړو خطرونو په پام کې نیولو سره محافظتي ګامونه پورته کړي.

ملګروملتونو ویلي، چې په افغانستان کې له روان بشري ناورین سره سره دوامداره بریدونه روان دي.

میرمن فریزر وویل: "ان د ۲۰۲۱ م کال د اګست له ۱۵مې دمخه، د وسله والې جګړې او تاوتریخوالي قربانیانو د اړینو طبي، مالي او رواني مرستو د ترلاسه کولو هڅې کولې. د تاوتریخوالی له قربانیانو سره مرسته اوس لا سخته شوې، ځکه چې د حیاتي خدماتو لپاره د بسپنه ورکوونکو تمویل کم شوی دی. "

خو یوناما دا خبره هم کړې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د نورو تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې ملکي تلفات پام وړ کم شوي دي.

طالبانو حکومت د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یوناما دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) په یوه اعلامیه کې د داعش د ډلې د ګواښونو د زیاتیدو او په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو د شتون په اړه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر " سیګار" راپور د طالبانو پر ضد "پروپاګند" بللی و.

همدا راز د طالبانو حکومت داعش یوه "استخباراتي پروژه" بللې وه او ویلي یې و، چې دا ډله سخته ځپل شوې اواوس نوره په ختمېدو ده.