یوناما د رایې ورکوونکو د نوملړ ترتیبولو لپاره بودیجه برابروي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راروانو پارلماني ټاکنو لپاره د چنګاښ ۱۶ ورځ ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وايي، چې په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د رایې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو لپاره به نړیواله ټولنه د ټولې۲۸.۴ میلیونو ډالرو بودیجې ۹۰ فیصده د تاکنو خپلواک کمیسیون ته ور کړي.

د یوناما له دفتر نه رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې راغلي، چې نن شنبه د راتلوونکو پارلماني ټاکنو نه د ملاتړ د پروژې د بورډ په دوهمه ناسته کې یوناما او د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو ترمنځ یو نوی تړون لاسلیک شوی او پدغه لاسلیک شوي تړون کې د رایې ورکوونکو د نوملر عملیاتي بودیجې ته د پراخې مرستې ژمنې شوي دي.

په اعلامیه کې د یوناما د سیاسي څانګې د مشر سکاټ سمیټ له قوله ویل شوي یوناما د نړیوالې ټولنې په استازولۍ د افغانستان د ټاکنو د چمتووالي په ټول بهیر کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

یوناما پدغه اعلامیه کې د ټاکنو له دواړو کمیسیونونو د اصلاحاتو د عملي کولو او په ټاکنو د خلکو د باور د خپلولو غوښتنه هم کړې ده.

د پروژې د بورډ دا دوهمه ناسته ده او لومړنۍ ناسته یې د اکټوبر په میاشت کې شوې وه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا د ټاکنو له بهیر سره د نړیوالې ټولنې د ماليي مرستو په تړاوو ویلي، چې لا هم بشپړې ژمنې ندي شوي.

د غوراوي د کمېټې خبرتیا

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو د نومونو د غوره کولو لپاره جوړې شوې د غوراوي کمېټې له خلکو غوښتي چې د ټاکنو په کمیسیون کې د یوه غړي څوکۍ ته دغې کمیتې سره نوم لیکنه وکړي.

ولسمشر غني د ټاکنو د کمیسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی وو او د غوراوي له کمېټې یې غوښتي وو چې د نوي ځای ناستي د ټاکلو لپاره ورته د نومونو یو لیست برابر کړي.

که څه ولسمشر غني دې د غوراوي د کمېټې غوښتي وو چې د دغې کمیټې له پخواني لست څخه دې د دې څوکۍ لپاره د نومونو لست ورته وړاندې کړي، خو ولسمشر غني دا غوښتنه د ټاکنو د څار بنسټونو د مخالفت سره مخ شوې وه.

د غوراوي کمېټې په خبرتیا کې چې نن خپره شوه راغلي چې نوماند باید د افغانستان تبعه وي، تر لیسانس زده کړې ولري. ښه شهرت ولري د پنځه دیرش کلنۍ یا ترې پورته عمر خاوند اوسي.