د سولې بهیر کې د ښځو پر ونډې د یوناما ټینګار

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا «یوناما» مشر وايي، د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون په اړه جنسیتي نا برابري لا هم دوام لري.

تدامیچي یاماموتو دغه څرګندونې نن سې شنبه د «لېندۍ پر ۱۳مه» د یوناما په کوربتوب په کابل کې «رانیستو ورځو» د وروستۍ غونډې پرمهال کړي‌ دي.

د یوناما لخوا په لېږل شوې اعلامیه کې ښاغلي یامامو ویلي د جګړې د پای ته رسولو او اوږدمهاله ثبات لپاره د سولې په بهیر کې د ښځو ګدون ضروري دی.

تدامیچي یاماموتو

​نوموړي زیاته کړه چې: "​ښځې باید فعاله مشارکت او د سولې په بهیر کې برخې اخیستنې ته چمتو وي، او د سولې په اړه د مزاکراتو په ټیم او مشورتي بنسټونو کې باید له دوی څخه استازولي وشي..."​

ښاغلي یاماموتو ویلي چې له روانې جګړې څخه د نارینونو ترڅنګ ښځې هم اغېزمن شوي دي او باید ښځې د سولې په بهیر کې ونډه ولري.

یوناما په خپور کړي بیان کې ویلي چې د جنسیتي برابرۍ ۳۰ تنو فعالینو په دغه غونډه کې په دې اړه له ملګرو ملتونو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي دي

دغې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې مشرې اتیلا میلر هم ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه باید هېڅ ډول پرېکړه چې د دوی پر ژوند اغېز کوي د ټولو اتباعو د بشپړ ګډون پرته تر سره نشي.

د سولې ولسي حرکت

نوموړې همدارنګه ویلي چې د سولې په بهیر کې د مېرمنو ګډون نه یوازې دا چې سوله اوږدمهاله کوي، بلکې ښځې هم حق لري چې په دغه بهیر کې برخه واخلي:

"د افغانستان راتلونکې په اړه هېڅ پرېکړه باید د ټولو اتباعو د بشپړ ګډون پرته ترسره نه شي، کوم چې د دوی راتلونکې،اغیزمنوي، او همدارنګه د سولې هېڅ یو بهیر به د ښځو د مستقیمې ښکېلتیا پرته بشپړ او تلپاتې نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې عالي شورا په چوکاټ کې مېرمنو ته هم ځای ورکړی.