ملګري ملتونه: ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۵۰۰زره افغانان ایران ته کډوال شوي

عکس (ارشیف)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنري (UNHCR) وايي د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له افغانستان څخه ایران ته څه کم ۵۰۰زره کسان کډوال شوی دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فیلیپو ګراندي چې د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره ایران ته تللی په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د زیاتو مرستو چمتو کولو غوښتنه کړې ده.

دغه کمېشنرۍ د سې شنبې په ورځ ناوخته ډسمبر ۲۱ (لېندۍ ۳۰) ویلي چې ښاغلي ګراندي پخپل درې ورځني سفر کې له ایراني چارواکو سره په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه چې د ایران په کمپونو کې اوسیږي خبرې کړي دي.

ښاغلي ګراندي زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او نورو ایراني چارواکو سره لیدنه کې دغه هیواد ته د تازه راغلو افغان کډوالو لپاره د مرستو د مدیریت په اړه خبرې کړي دي او زیاته کړې ده چې د افغان کډوالو د کوربتوب له امله نړیواله ټولنه باید د ایران د خلکو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ایران ته د کډوالو د څپې په راتلو سره، دغه سازمان تازه په ایران کې د کډوالو یو کمپ جوړ کړی دی او تر څنګ یې د هغوی د اړتیا پوره کولو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي.

دغه کمېشنرۍ د ښاغلي ګراندي له قوله ویلي: "د ایران حکومت د څو کلونو راپدېخوا په سخاوتمندانه ډول د کډوالو کوربتوب کوي، د دې سره سره چې د ایران اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ نه دی، تر څنګ یې په افغانستان کې هم وضعیت ښه نه دی، موږ باید دا ډاډ تر لاسه کړو کوم کسان چې ایران ته کډوال کیږي کولای شي چې ملاتړ او د اړتیا وړ مرستې تر لاسه کړي."

دا په داسې حال کې تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي و چې د روان کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون افغان کډوال افغانستان ته راغلي یا هم ایستل شوي دي.

دغه سازمان د ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کډوالو زیات شمېر یې په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي او یو شمېر نور یې د ایران او پاکستان لخوا په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس زیات شمېر کسان چې بیرته افغانستان راغلي قانوني اسناد یې نه لرل او په قاچاقي ډول ایران او پاکستان ته تللي و.