یونیسف: افغانستان او جنوبي اسیا کې سیلابونو ۱۵ میلیون نجونې او هلکان مرستو ته اړ کړي

عکس:ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغانستان په ګډون د جنوبي آسیا یو شمېر هیوادونو کې د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دغو هیوادونو کې د سېلابونو له امله په میلیونونو ماشومان بیړنیو مرستو ته اړ شوي دي.

یونیسف د شنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان او جنوبي اسیا کې سیلابونو او اقلیمي بدلونونو ۱۵ میلیون نجونې او هلکان مرستو ته اړ کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د معلوماتو په اساس دغه ماشومان اوس مهال، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دغه ادارې ماشومانو ته د اقلیمي تغیراتو په اړه زده کړې ورکول مهم بللي چې ماشومان د اقلیمي تغیراتو په پام کې نیولو سره په نړۍ کې ژوند کولو ته چمتو شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اقلیمي ټکانونو ته ډېره کم چمتووالی لري او په نړۍ کې د اقلیمي ګواښونو تر ټولو زیات زیانمنونوکو هیوادونو کې شپږم ځای لري.

افغانستان په تیر یو کال کې د سختې وچکالۍ ترڅنګ، د پراخو سېلابونو را وتلو شاهد و چې د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس پکې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان مړه شوي او پراخ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال رامز الا کبروف وايي، د دغه هیواد خلک د اقلیم د ویجاړونکو پیښو له ګواښ سره مخامخ دي او د افغانستان اوسنۍ اداره دې دغه ګواښونه جدي ونیسي.

ښاغلي الاکروف په مصر کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ اقلمي بدلونونو کنفرانس کې ویلي چې افغانستان اوس مهال له پرله پسې طبیعي پېښو سره مخ دی چې په خبره یې افغانان یې لویه بیه پرې کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل، له دې سره چې افغانستان په اقلیمي تغیراتو کې هیڅ منفي رول نلري، خو دغه هیواد له دې اړخه زیات زیان ګاللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د نومبر اوومه (لړم ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې روان کال د اقلیمي تغیراتو له امله افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي تغیراتو په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو استازي ته پر بلنې نه ورکولو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې اقلیمي تغیرات هیڅ سرحد نلري او باید دغه موضوع سیاسي نشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان په جنوب ختیځ خوست او پکتیکا ولایتونو کې د یوې سختې زلزلې له امله ۱۰۳۶ کسان مړه، ۲۹۴۹ تنه ټپيان او ۴۵۰۰ کورونه پکې تخریب شول.