یونیسف: افغانستان کې مو تیرو دریو میاشتو کې ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي، چې په تیرو دریو میاشتو کې یې په افغانستان کې پنځه میلیونو کسانو ته دمرسته کوونکو ادارو په ملاتړ روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ جون ۱۹ (جوزا ۲۹) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې دا روغتیايي خدمتونه په نهو ولایتونو کې ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو له لارې برابر کړي دي.

یونیسف لیکلي: "د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د اسیا پرمختیايي بانک په ملاتړ د ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو له لارې په نهو ولایتونو کې له پنځه میلیونو څخه زیاتو وګړو ته مرستې برابرې کړي دي".

یونیسف د روغتیايي مرستو د برابرولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اچ او" د روان کال د فبرورۍ په نهمه په یو راپور کې وویل، چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي‌ تر څنګ دا خبره هم کوي چې مرستو ته د اړو افغانانو شمېر د تېرکال په پرتله ۱۶ فیصده نور هم زیات شوی دی.

"ډبلیو اچ او" په دغه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۳ کې به په افغانستان کې د هغو افغانانو شمیر، چې روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري، ۱۷.۶ میلیونو ته ورسیږي.

د "ډبلیو اچ او" د معلوماتو له مخې تیر ۲۰۲۲ کال کې روغتیايي مرستو ته د اړو افغانانو شمیر ۲۴.۳ میلیون و.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د مۍ د میاشتې په ۲۵ وویل، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې مختلف عوامل د روغتیا په برخه کې د دغې اړتیا سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې د ژوند د ژغورنې روغتیايي خدمتونو په برخه کې نه پانګونه به افغانستان کې د ډیرو اړو کسانو ترمنځ د مړینو د شمیر او د ناروغیو د زیاتیدو سبب شي.

اوچا ویلی: "په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵.۶ میلیونو خلکو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره ۴۴۹.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده".

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړه او دا بودیجه یې له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د جون شپږم (جوزا ۱۶) د خپل ټویټر په پاڼه ولیکل، چې دا اداره یوازې څلورو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې کولی شي، په داسې حال کې، چې ددغې ادارې د وینا له مخې افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي په دې نه پوهیږي، چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.