یونیسف: تیره میاشت افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پیښې ثبت شوي

عکس: ارشیف

د ملګر ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت جنورۍ کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پیښې ثبت کړي چې د تیرکال د همدې مودې پرتله په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر کې ۱۶ فیصده زیاتوالی ښيي.

یونیسف د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۰ (حوت اول) په یو راپور کې پر سختې تنفسي ناروغۍ د اخته کیدو عمده عوامل د سخته سړه هوا او د هوا ککړتیا ښودلي او ویلي دي چې ددغو ټولو ثبت شویو پیښو ۶۲ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په دغه راپور کې ویلي:" ددغه وضعیت سره د مقابلې لپاره یونیسف د نړیوال بانک په ملاتړ داغیزمن شویو کسانو لپاره په چټک ډول د روغتیا د ملاتړ د چمتو کولو لپاره له وړاندې په روغتیايي مرکزونو کې درمل او د تودوخې وسایل ځای په ځای کړي دي".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې دا اداره د نړیوال بانک او اسیا پرمختايي بانک په ملتیا په ټول افغانستان کې د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو عملیاتي لګښونه برابروي او هم د ۲۷ زرو روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.

یونیسف ویلي چې په افغانستان کې نږدې شل میلیونو ماشومانو او د هغوی کورنیو لپاره د تغذیې خدمتونو په ګډون ضروري روغتیايي خدمتونه برابروي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورم) په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه ددغې میاشتې ۲۰ پورې په ۳۴ ولایتونو کې پر سختې تنفسي ناروغۍ شاوخوا ۱۱۹ زره افغانان اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پر سختې تنفسي ناروغۍ د اخته شویو ټولو ناروغانو له ډلې ۷۴۶۱۳ تنه یې د پنځه کلنو ښکته عمر ماشومان دي او ۵۸۷۵۶ تنه نور یې ښځې دي.

ددې راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې له درییمې اونۍ راهیسې تنفسي ناروغي مخ په زیاتیدو ده چې یو علت یې کیدای شي د هوا سړیدل اوسي.

که څه هم په راپور کې ویل شوي چې د سختې تنفسي ناروغۍ دا پیښې په تیرو دریو کلنو کې له اوسط کچې څخه زیاتې دي خودا زیاتوالی کیدای شي د څارنې او ثبت د بهیر د ښه کیدو پورې هم تړاو ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کګړې هوا تنفس ممکن جدي خطر ولري او د سکتې، زړه د ناروغیو، سږي سرطان، ساه بندۍ او د سختې تنفسي ناروغۍ د نورو چډولونو سبب وګرځي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ددې دمخه په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو زیاتیدل تائید کړي وو. ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي و چې د پخوا پرتله په افغانستان کې په ځانګړي ډول په لیرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو شمیر زیات شوی اوپه تنفسي ناروغۍ اخته شویو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

ښاغلي امرخیل ویلي و چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا اته میلیونه په تنفسي ناروغیو اخته ناروغان چې اکثریت یې ماشومان وو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه ددغه کال تر پای پورې په افغانستان کې پر سختې تنفسي ناروغۍ د یو میلیون او ۳۸۵ زرو تنو د اخته کیدو خبر ورکړی وو، دغه سازمان ویلي چې تیرکال په اوږدو کې ۲۸۰۰ تنه چې ۸۳ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان و پر دغې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.