په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تیره مارچ میاشت کې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ۳۵زره ۷۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تغذیې د برخې مسؤلې میلاني ګالوین نن یکشنبه اپرېل ۱۷ (وري ۲۷) د کابل په ګډون د افغانستان ځينو سیمو کې د سختې خوارځواکۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې یونیسف د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه په خوراځوکۍ اخته ۱.۱ میلیون افغان ماشومانو درملنې ته ژمنه ده.
اغلې ګالوین پر خپل ټویټر لیکلي چې د یونیسف د اټکل له مخې د روان کال تر وروستیو پوري به په دغه هیواد کې ممکن تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۲میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
Asma was suffering from severe acute malnutrition, but she’s doing fine now – thanks to @UNICEF-supported treatment.In March alone, @UNICEFAfg treated more than 35,700 children for severe acute malnutrition. We aim to reach 1.1 million by the end of the year. pic.twitter.com/6pRTZAqjIQ
— Melanie Galvin (@melgalvin01) April 17, 2022
یونیسف یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که په دي برخه کې جدي اقدامات ونشي، ممکن په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم اغلې ګالوین په افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې ددغه وضعیت دوام به د مور او ماشوم د مړینې زیاتوالي لامل شي.
هغې همدارنګه ویلي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې ترڅنګ باید د ځینو کورنیو سره د خوراکي موادو رانیولو په برخه کې نقدي مرسته هم وشي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ژمنه کړې وه چې د افغان ماشومانو ملاتړ او د هغوی د ژوند ښه کېدو او ژغورلو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د بې پولي ډاکترانو سازمان هم په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې دغه ناروغۍ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
بې پولې ډاکترانو د مارچ میاشتې پر لسمه (کب ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې اوس مهال په هرات، هلمند او کندز کې د شري ناروغي په بې ساري ډول زیاته شوې ده. په هرات ولایت کې د دغه سازمان مشرې ساره ویلستکي ویلي و په تیره میلادي میاشت کې په هرات کې د شري ناروغۍ ۸۰۰ پېښې ثبت شوي دي.