په لوګر کې وسله والو د نجونو یو ښونځی سوځولی دی

په لوګر کې ۳۰۶ ښونځي شته چې پکښې۱۵۰زره زده کوونکي، چې۵۰ زره نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د لوګر په مرکز کې يو شمېر ناپېژاندو وسله والو د نجونو يوه ښوونځي ته اور اچولی او تر ډېره بريده سوځيدلی دی.

د لوګر د والي وياند سليم صالح امريکاغږ ته وويل، چې په دغه پېښه کې د حاجي ګلون په نوم د دغه منځني ښونځي د ځينو درسي او اداري خونو ترڅنګ د ښونځي اسناد هم د اور د لمبو خوراک شوي.

” دغه ښونځي ته ناپېژاندو تېره شپه اور اچولی، په دغه پېښه کې کړکۍ، ميزونه، چوکۍ او چتونه سوځيدلي دي. په دې وروستيو کې طالبانو د نجونو له ښونځيو سره مخالفت څرګند کړی. د لوګر ولايت مقام هڅه کوي، چې دغه ستونزه حل کړي‟.

د لوګر د پوهنې رئيس محمد اکبرستانکزی وايي، چې د حاجي ګلون ښونځى په کال ١٣٧٢ هجري لمريز کې جوړ شوى او اوسمهال تر پنځه سوه زياتو نجونو پکې زده کړې کولې.

که څه هم تراوسه د دغې پېښې مسووليت چا پرغاړه ندی اخيستی، خو حکومت يې ځکه د وسله والو طالبانو کار بولي، چې په وينا يې ددې ولايت په نورو سيمو کې يې هم د نجونو د زده کړو بهير له خنډ سره مخ کړی.

د لوګر ولايت د پوهنې رياست وايي، چې دا مهال په برکي برک او څرخ ولسواليو کې له تېرو څو مياشتو راهیسې تر شلو زيات ښوونځي طالب وسله والو د نجونو پرمخ تړلي دي. د مسوولينو په وينا طالبان تر څلرم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

محمد اکبر ستانکزی وايي: ” ۷ ديني مدرسې د او ۲ دارالحفاظونه دي. دغه راز ۸ ليسې، ۶ منځني او ۸ ابتدائيه ښونځي دي. موږ ډېرې هلې ځلې وکړې، خو ونه توانېدو، چې دغه ښوونځي د نجونو پرمخ بېرته پرانيزو ‟.

د لوګر حکومتي مقامات وايي، چې نه يواځې د تړلو شويو ښونځيو د بېرته پرانستلو هڅې کوي، بلکې ستراتيژي يې دا ده، چې د نجونو د زده کړو د بهير په مخ کې ټولو پرتو ستونزو ته د حل اساسي لاره ولټوي.

په همدې حال کې طالبانو دا خبره رد کړې، چې ګني زده کوونکي زده کړو ته نه پرېږدي، خو وايي، د دوی هڅه دا ده، چې نجونې او هلکان په جلا، جلا ټولګيو کې زده کړې وکړي.

په مجموعي توګه د لوګر په مرکز او ولسواليو کې په ۳۰۶ ښونځيو کې ۱۵۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د ارقامو له مخې په دغه شمېر کې ۵۰ زره نجونې هم شاملې دي.