د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او زور زیاتي له امله د بېځایه شویو خلکو شمېر له ۱۰۰ میلیون کسانو څخه واوښت.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن دوشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ددغو بېځایه کېدو لامل د اوکراین او نورې مرګونې جګړې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو کمېشنر فلیپو ګراندي په ټوله نړۍ کې د بېځایه شویو کسانو د شمیر په زیاتیدو اندېښنه ښودلې او هغه یې خطر ناک بللي دي.
More than 100 million people globally have been forced to flee war, violence, persecution, discrimination.100 million refugees and displaced people are a terrible indicator of the state of our world. The quest for solutions to their plight must continue. https://t.co/IMANMKxDVa
— Filippo Grandi (@FilippoGrandi) May 23, 2022
ښاغلي ګراندي زیاته کړې: "دغه هغه ریکارډ دی چې باید هیڅ کله نوای ثبت شوی. دا باید د ویجاړونکو شخړو د هواري او مخنیوي لپاره د خطر زنګ وي. د بېګناه خلکو ځورول پای ته ورسوئ او له خپلو سیمو څخه د هغوی د بېځایه کېدو اصلي عامل په ګوته کړئ."
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د تازه معلوماتو په اساس په ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې په ټوله نړۍ کې په زور سره د بېځایه شوو کسانو شمېر ۹۰ میلیون کسانو ته زیات شوی و چې په اتیوپیا، بورکینافاسو، میانمار، نایجریا، افغانستان او د کنګو جمهوریت کې د تاوتریخوالي د تازه څپو او یا جګړو له امله و.
د ملګرو ملتونو دمعلوماتو په اساس پر دې سربیره سږ کال د اوکراین جګړې امله د هغه هیواد داخل کې ۸ میلیون کسان بېځایه شوي دي او څه باندې شپږ میلیون بېځایه شوي اوکرانیان هم ثبت شوي دي.
ګراندي ویلي په اوکراین کې د بېځایه شوو کډوالو ته د نړیوال غبرګون خورا مثبت و.
نوموړي زیاته کړې: "په ټوله کې بشر دوستانه مرستې ډیرې تسکین ورکوونکي دي، نه یو درملنه.د دغه بهیر د برعکس کېدو لپاره، یوازنۍ حل لاره سوله او ثبات دی ترڅو بې ګناه خلک د خپلو سیمو پرېښدو ته او پخپل کور کې د سخت خطر پاتې کېدو مجبور نشي."
خو په افغانستان کې د کډالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په ټوله نړۍ کې ۶.۲ میلیون بېځایه شوي افغان کډوال او څلور میلیون نور بېځایه شوي په بهر کې په بېلابېل وضعیت کې شتون لري.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې همدارنګه ویلي چې څه باندې ۳.۵ میلیون کسان په افغانستان کې دننه بېځایه شوي دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټينګار کړی دی چې دولتونه باید هغه عواملو ته رسیدګي وکړي چې له امله خلک خپلې سیمې پرېږدي.