د پېښور پوهنتون په لاريون د ځایي او افغان زده کوونکو انديښمنه

Your browser doesn’t support HTML5

د خېبر پښتونخوا پېښور پوهنتون د استادانو د احتجاج له امله له یوې میاشتې راهیسې تړل شوی، چې له امله یې د زرګونو محصلینو زده کړې په ټپه ولاړې دي. مظاهره کوونکي استادان د پوهنتون د رئیس د ګوښه کیدل غواړي. بلخوا ځايي او افغان محصلین د پوهنتون د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي. شاهین افریدي پرې رپوټ لري