چارواکي:د دارالمعلمین چور ته طالبانو زمینه برابره کړې، طالبان: موږ سیمه کې نه و

د دهرواد ولسوالۍ دارالمعلمین

د ارزګان ولایت چارواکي وايي، د دهراود ولسوالۍ د دارالمعلمین چور ته طالبانو زمینه برابره کړې ده.

د یاد ولایت مقام لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کار دهراود ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو تر ننوتلو وروسته د یو شمېر کسانو لخوا تر سره شوی دی.

نن جمعه نومبر۲۷(لېندۍ اوومه) د ارزګان ولایت مقام لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "مهمه دا ده چي يادي کړني ته چا زمينه برابره کړه؟ د چا په امر او اشاره دا کړنه ترسره شوه؟ د چا په شتون کي او همدا راز د چا په لاسونو ياد مرکز وران شو؟ ددې ټولو پوښتنو ځواب همدا دی، چي طالب."

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دهراود کې نه یوازې دارالمعلمین بلکې د قومندانۍ، ولسوالۍ، ښاروالۍ، معارف او د زراعت امريت ودانۍ او د عامو خلکو دوکانونه، مارکېټونه، کورونه او نور عام المنفعه ځايونه هم يو بل پسې وران او چورشوي دي.

بیان زیاتوي چې د ارزګان ولایت په ځانګړي ډول د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي له تعلیم سره مینه لري چې په وینا یې باید د پېښې رامنځته کېدو له امله یې سپکاوی ونشي.

په دهراود ولسوالۍ کې د یو شمېر کسانو لخوا د دارالمعلمین ودانۍ ویجاړولو ویډیو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي دي او دغه کار یې غندلی دی.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمېر ځوانان او ماشومان د زیانمن شوي دارالمعلمین مېزونه او چوکۍ وړي او یو شمېر نور کسان بیا د ټولګیو دروازې ماتوي.

خو طالبانو بیا ویلي چې دغه کار د دوی په نشتون کې رامنځته شوی او د سیمې امنیتي چارې قومي مشرانو ته سپارل شوي وې.

د طالبانو د فرهنګي چارو مرستیال احمد الله وثیق ویلي چې د پېښې په تړاو څو تنه نیول شوي او چور شوي وسایل به بیرته دارالمعلمین ته سپارل کیږي او ودانۍ به یې رغول کیږي.

د ارزګان دهراود ولسوالي په دې وروستیو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهده وه. چې د ځینو سرچینو په وینا روانه میاشت طالبان د یادې ولسوالۍ بازار ته ننوتل او د دغه ولسوالۍ پر زیاتو برخو یې ولکه ټینګه کړه.