هغه امریکایي چې ۱۱ یهودان یې وژلي وو په اعدام محکوم شو

یو امریکایی چې پنځه کاله وړاندې یې په یوه کنیسه کې ۱۱ تنه یهودیان په ډزو وژلي وو، د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوهمه (اسد ۱۱مه) په اعدام محکوم شو. دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې د یهودانو په وړاندې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی دی.

د فدرالي حکومت څارنوال دفتر وویل چې د منصفه پلوي ۱۲ غړو د رایو په اتفاق پریکړه وکړه چې رابرټ باورز باید په پیټرزبورګ کې ۲۰۱۸ کال د قتل عام د قضیې په تړاو اعدام شي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د حکومت د عدلیې وزارت د اعدام د سزا په پلي کولو قانوني مهلت لګولی او له همدې امله دا روښانه نده چې ایا د باورز د مرګ سزا به پلي شي او که نه. د دې حکم د پلي کولو لپاره، یا باید قانوني مهلت لیرې شي یا نوی ولسمشر باید واک تربلسه کړي چې دا بدل کړي.

۵۰ کلن باورز د جون په میاشت کې په ۶۳ فقرو کې گهنکار وگڼل شو، چې په کې د کرکې د جرمونه شامل دي چې د قتل او د وژنې د هڅې سبب شول.

رابرټ باورز


یهودانو پر عبادتځای د برید پر مهال دغه سړي په لوړ غږ چیغې وهلې چې «ټول یهود باید مړه شي»!

د برید دمخه هغه خپل یهودي ضد نظرونه آنلاین څرګند کړي وو.

د باورز د نيولو پر مهال څو پوليس افسران او نور عبادت کوونکي ټپيان شول.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې هغه مهال واکمن و، د باورز لپاره د مرګ سزا غوښتې وه او فدرالي څارنوالانو په رسمي ډول په ۲۰۱۹ کال کې له محکمې څخه د دې سزا غوښتنه کړې وه.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په اداره کې فدرالي څارنوالانو د یو مجرم لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کړې او د هغوی غوښتنه منل شوې ده.
رابرټ باورز ویلي دي چې دا برید یې د یهودانو څخه د کرکې له امله کړی و.

د باورز مدافع وکیلانو استدلال کړی و چې هغه رواني ناروغي لري او غوښتنه یې کړې وه چې د مرګ د سزا پر ځای دې په عمري بند محکوم شي، خو څارنوالانو دا غوښتنه رد کړه.

د یهودانو د خوندي ټولنې د شبکې اجرائیوي رئیس مایکل ماسټر، د دې پریکړې هرکلی وکړ او وویل چې دا "د عدالت په لور یو بل ګام دی."

هغه وویل چې دا پریکړه افراطیانو، ترهګرو او د یهودیت مخالفینو ته پیغام ورکوي چې متحده ایالات به د یهودانو په وړاندې کرکه او تاوتریخوالی ونه زغمي.

د امریکا د یهودانو کمیټې په دې اړه د امریکا د حکومت د تعقیب ستاینه وکړه.

په ۲۰۲۲ کې، دې کمیټې د یهودانو په وړاندې د ځورونې او بریدونو ۳۶۹۷ قضیې ثبت کړې، چې د ۲۰۲۱ په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی دی.

د پيو د څیړنیز مرکز په وینا، په متحده ایالاتو کې شاوخوا شپږ میلیونه یهودان ژوند کوي