امریکا په اوکراین کې روسیه په جنګي جرمونو تورنه کړله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین یکشنبه اپریل 4(وري۱۴) روسیه سخته وغندله او په اوکراین کې یې په جنګي جرمونو تورنه کړله.

ښاغلي بلنکین دا څرګندونې داسې مهال وکړلې چې نړۍ د لومړي ځل لپاره د اوکراین د بوچا په کلي کې د وژل شویو اوکراینیانو مړي ولیدل چې د کثافاتو په څیر هرې خوا په لارو کوڅو کې پراته و.

دغه سیمه چې پایتخت کیف ته نږدې پرته ده، د روسیې ځواکونه ترې تازه وتلي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین پدې هکله د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل، "مونږ پدې هکله بې احساسه نشو پاتې کیدو. مونږ دا عادي کولو نشو".

سره لدې چې اوکراین ادعا کوي د پایتخت مرکزي او شمالي برخې یې بیرته روسیې څخه نیولي خو امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې متحده ایالات به په اوکراین کې د روسیې جنګي جرمونه مستند کړي.

په همدې حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولاد میر زلینسکي هم د هیواد په لارو کوڅو کې د وژل شویو اوکراینیانو د جسدونو د پیدا کیدو په غبرګون کې ویلي چې دا "په حقیقت کې ډله ایزه وژنه ده".

ښاغلي زلینسکي د امریکا د سي بي اس تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې د روسی ځواکونه غواړي اوکراین ړنګ او له منځه یې یوسي.

د غربي هیوادونو چارواکو هم د اوکراین پایتخت کیف په شاوخوا سیمو کې د روسیې د ځواکونو لخوا ظلمونه غندلي دي.

ښاغلي زلینسکي پداسې حال کې د روسیې یرغل ډله ایزه وژنه بللې چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارووزیر انټوني بلنکین په همدې اونۍ کې اروپا ته ولاړ شي او د ناټو د متحدینو سره وګوري.
په همدې حال کې د کاناډا صدارعظم جسټن ټروډو د یکشنبې په ورځ د روسیې یرغل بې رحمه او ناوړه وبوله او زیاته یې کړه چې روسیه باید د ملکیانو د وژل کیدو په خاطر مسؤله وبلله شي.

د ناټو عمومي منشي بیا ویلي چې دا د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین مسؤلیت دی چې دا جګړه پای ته ورسوي.

ینز سټول ټنبرګ د اوکراینیانو د وژل کیدو په غبرګون کې ویلي، "دا د اتباعو پر ضد داسې ظلم دی چې مونږ په څو لسیزو کې په اروپا کې ندی لیدلی".