بلینکن: روسیې په سلګونه زره اوکراینیان په زور ایستلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) روسیه د اوکراین په ختیځ او جنوب کې له هغو سیمو څخه په زور د سلګونه زره اوکراینیانو په ایستلو تورنه کړه چې یاد هیواد پرې کنټرول لري.

بلینکن وویل د ۲۶۰ زره ماشومانو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ زره تر ۱.۶ میلیون اوکراینیان تر څیړنو لاندې نیول شوي، بندیان شوي او له خپلو کورونو څخه روسیې ته انتقال شوي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د اوکراین په ختیځ کې یو شمیر سیمې د تصفیوي عملیاتو په ترځ کې منزوی شوي هم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جولای په ۱۳ په یوې بیانیه کې پر روسیې غږ وکړ چې دا عملیات ودروي ځکه د ژنیو له کنوانسیون سره توپیر لري.

بلینکن وویل:" د خوندي کسانو غیر قانوني لیږد او شړل د ملکي کسانو د خوندیتوب په اړه د ژنیو د څلورم کنوانسیون څخه پراخه سرغړونه او جګړې جنایت دی."

بلینکن په بیانیه کې زیاته کړه، په تصفیوي عملیاتو کې کورنۍ سره جلا کوي، اوکرایني پاسپورتونه مصادره کوي او پر ځای یې روسي پاسپورتونه ورکوي څو د اوکراین په یو شمیر برخو کې د نفوسو جوړښت بدل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل په پلټل کیدونکو کسانو کې هغه اوکراینیان هم شامل دي چې له پوځ، رسنیو، دولت او مدني ټولنې سره د هغوی د اړیکو له امله تهدید ګڼل کیږي.

بلینکن څرګنده کړه، د عیني شاهدانو د راپورونو له مخې، روسي چارواکو په لس ګونه زره کسان د دونتڅک سیمې زندانونو ته چې د مسکو له ملاتړ څخه برخمنه ده انتقال کړي دي، چیرې چې د راپورونو له مخې شکنجه شوي هم دي.

دغه بیانیه یوه ورځ مخکې له هغه خپره شوه چې ټاکل شوېده په اوکراین کې د جنګي جرایمو د تورونو په اړه په هاګ کې د اوکراین د شفافیت کنفرانس جوړ شي.

ددغه راپور یو شمیر برخې د فرانسې د خبري آژانس د معلوماتو پر اساس جوړې شوي دي.