د چین د یو کمربند یوه لار په مقابل کې د امریکا پلان

ټاکل شوې جو بایډن دا پلان د جي-۷ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې شریک کړي.

د امریکا متحده ایالات پلان لري د چین د یو کمر بند یوه لار د پانګې اچونې د نوښت سره د مقابلې لپاره په هغو هیوادونو کې د زیربناوو د پروژو سره د مالي مرستو اعلان وکړ چې لږ یا متوسط عاید لري.

د امریکا د پلان هدف د چین سره سیالي کول دي.

د سپنې ماڼۍ یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا پلان" غوره نړۍ بیرته ورغوئ" نومیږي او نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولي۲۲) به په انګلستان کې د جي-۷ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې د همکارانو سره یو ځای اعلان شي.

دې چارواکي ویلي چې د امریکا پلانبه "په ارزښتونو ولاړ، شفاف او دوامدار" وي.

د دې چارواکي په وینا د امریکا د پلان هدف دا د چې خصوصي سکتور وهڅوي په مخ په ودې هیوادونو کې پداسې حال کې د زیربناوو په پروژو کې لسګونه ټریلیونه ډالر پانګونه او کارونه وکړي چې د کار او کارګر، چاپیریال او شفافیت اصول یې مراعت کړي وي.

خو د امریکا د پلان مهالویش، جوړښت او دا چې څومره پانګونه به کوي، او دا چې پخپله متحده ایالت د دې پلان سره د څومره پیسو ژمنه کوي، څرګنده نده.

خو د سپینې ماڼۍ چارواکی وایي هیله دا ده چې د جي-۷ هیوادونو د همکارانو، خصوصي سکتور او نورو شریکانو سره په ګډه به د امریکا متحده ایالات په لږ یا منځنۍ کچې عاید لرونکو هیوادونو کې د زیربناوو په پروژو کې سلګونه میلیارده ډالر ژر برابر کاندي.

چین په ۲۰۱۳ کال کې د "یو کمربند یوه لار" نوښت پیل کړ. بیجنګ پدې نوښت کې د نړۍ په شاوخوا ۷۰ هیوادونو کې د زیربناوو په پروژو کې نه یوازې پانګونه کړې بلکې د دې پروژو کارونه یې هم پخپله کړي.

چین پدې هیوادونو کې د خپل اثر او رسوخ د ډیرولو لپاره پور هم ورکوي پداسې حال کې چې دغه هیوادونه د نړیوالو پور ورکوونکو ادارو لخوا د اعتبار وړ نه بلل کیږي.