په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس، ویلي پدې اړه ضد او نقیض رپوټونه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به څه وخت د رائیو د جمع بندۍ ملي مرکز پرانځي، اندیښمن دی.
ښاغلي بس دغه اندیښنه نن د سه شنبې په ورځ په پخپل ټویټر څرگنده کړې ده.
Concerned about mixed reports for when @AfghanistanIEC will open National Tally Center adding to confusion and uncertainty surrounding #AfghanElections. It’s important for the IEC to clarify for domestic observers and the #Afghan people. #IECTransparency
— John R. Bass (@USAmbKabul) October 1, 2019
هغه همداشان لیکلي: "دا هم مهم دي چې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون کورنیو څارونکو او د افغانستان خلکو ته دا موضوع روښانه کړي".
دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایې چې دوي د قانون له مخې د تلې په ۲۷ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو خاص استازي له نوماندانو څخه غوښتي چې په خپل سر د بریا اعلان ونه کړي او د ټاکنو د کمېسیون فیصلو ته انتظار وباسي.
تیره ورځ ښاغلي پمپیو هم په خپل ټویټر لیکلي وو چې: "موږ د افغان رای ورکوونکو د ټاکنو د کار کوونکو او امنیتي ځواکونو زړه وړتیا ستایو، چې د افغانستان ټاکنې یې تخنیکي او امنیتي ګواښونو سره سره ممکنې کړې. د افغانستان بنسټونه باید ټول هغه اقدامات وکړي چې د ټاکنو د نتایجو شافیت خوندي کړي او شکایتونه وڅېړل شي."
We applaud the courage of Afghan voters, poll workers, and security forces who made #AfghanElections possible despite technical challenges and security threats. Afghanistan’s institutions must take all necessary steps to transparently tabulate results and investigate complaints.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) September 30, 2019
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ د (سپټمبر ۲۸) وشوې. په داسې وخت کې چې د ټاکنو کمېسیون د رایو په شمېرلو بوخت دی، د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړونکي" او د عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همالنې" ټاکنیزو ټیمونو د زیاتو رایو د ګټلو ادعا کړې ده.