امریکا او بلجیم: د افغان میرمنو او نجونو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته کوو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سه شنبه جولای نهمه (چنګاښ ۱۹) د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هیوادونو کې د سولې په راوستو او په ټولنې کې د انعطاف منلو برخې کې د میرمنو د مهم نقش په هکله خبرې وکړلې.

انتوني بلینکن چې په واشنګټن ډي سي کې یې د "میرمنو، سولې او امنیت" تر نامه لاندې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې کې خبرې کولې وویل چې متحده ایالات په فعاله توګه د میرمنو مدني ټولنې ډلې پیاوړي کوي او روزي یې تر څو هغوي وکړی شي د سولې په راتګ، آزادو او پرانیستو ټولنو ایجاد او شخړو پای ته رسولو کې د رهبرۍ نقش ولري.

ښاغلي بلینکن پخپلو خبرو کې په ځانګړې توګه د افغانستان په شان هیوادونه یاد کړل چې میرنې او نجونې پکې د ستونزو سره مخ دي او زیاته یې کړه چې پدې ډول هیوادونو کې د واک په ګدیو ناست چارواکي په "بې رحمه توګه" د میرمنو او نجونو حقونه پایمالوي.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره د افغان میرمنو او نجونو د مبارزې په هکله وویل، "سره لدې چې طالبانو د هغوي (افغان نجونو او میرمنو) څخه ښوونځیو ته د تګ، روزګار، په آزاده توګه ګرځیدو او عامه ژوند کې برخې اخیستو حقونه اخیستې دي خو بیا هم نجونې او میرمنې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي چې د خپلو ځانونو او هیواد لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي".

د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات پخپلو خبرو کې همدارنګه د افغان میرمنو او نجونو سره د پوهنې، مهارتونو پراختیا او د لیرې څخه کار کولو فرصتونو په برخې کې د امریکا د هلو ځلو په هکله خبرې وکړلې.

هغه زیاته کړه، "مونږ هره ورځ د هغوي د هلو ځلو د ملاتړ لپاره کار کوو، د حکومتونو، غیر دولتي سازمانانو، خصوصي سکټور، تعلیمي ادارو سره ګډ کار کوو چې افغان میرمنو او نجونو سره د زده کړو په برخې کې مرسته وشي".

د افغان میرمنو او نجونو سره د متحده ایالاتو دې همکاریو تر څنګ د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت نړیوال فشار راوړلو ته دوام ورکوي تر څو خپلې هغه "څپونکي پالیسۍ بدلې کړي چې ټول افغانان زیانمنوي".

ښاغلي بلینکن دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په تیرو نږدې دریو کلو کې د اخلاقي څارنې تر نامه لاندې په پراخه کچه د افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او "د ویرې فضا" یې رامنځته کړې ده.

یوناما په دغه راپور کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اقداماتو او پالیسو اړوندو مسلو ته ځای ورکړی. په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱ د سپتمبر په اومه ددغه وزارت د تاسیس راهیسې یې فعالیتونو پر ښځو له توپیري او نامتناسب چلند سره په افغانستان کې د میشتو وګړو د ژوند په مختلفو برخو کې پر بشري حقونو او بنسټیزو ازادیدو منفي اغیزې پریښې دي.

په عین حال کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حجه لبیب همدې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل چې په دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا په رابلل شوې غونډې کې د میرمنو نه ګډون نه یوازې د شاته تګ یوه بیلګه وه بلکې دا فرصت هم و چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په ستونزو خبر شي.

میرمن لبیب وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو حقونو ملاتړ ته دوام ورکوي او ټینګار یې وکړ چې، "مونږ نشو کولی هغوي (افغان میرمنې او نجونې) ناهیلي کړو". هغې همدارنګه زیاته کړه چې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې یې هیواد د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمیر نړیوالو ادارو له لارې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکړی.

د بلجیم دې تر ټولو جګپوړې ديپلوماتې زیاته کړه، " مونږ د میرمنو حقونو مدافعینو ته د پنا ځایونو سره مالي ملاتړ کوو چې د اړتیا په صورت کې د میرمنو د حقونو فعالین کله چې پرې برید کیږي، پکې پنا واخلي او د ځای بدلولو پرژه یې پیل شي".

میرمن لبیب د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان میرمنو او نجونو اوسني وضعیت په باره کې وویل، " د هغوي ( افغان میرمنو او نجونو) وضعیت ښایي په ځینو مواردو کې ناهیلي کوونکی وي، خو دا د نړیوالې ټولنې مسؤلیت دی چې د هغوي لپاره کار وکړو".

خو د دې ټولو سره سره، طالبا د دوي په پالیسیو انتقادونه ردوي او ټینګار کوي چې کړنې یې یې د شرعیت او افغاني کلتور سره سمې دي.