بایډن د بریتانیا او اروپایي هېوادونو د مشرانو سره د ایران په اتومي موافقې غږیدلی

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې یکشنبه اګست ۲۱ (زمري۳۰) ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د بریتانیا، فرانسې او جرمني د مشرانو سره د ایران د اتومي موافقې د بیرته ژوندۍ کولو په هکله خبرې کړي.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي بایډن د برتانیا د صدراعظم بوریس جانسن، د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون او د جرمني د صدراعظم اولف شولتز تقریباً څلور ساعته په ټیلیفون کې خبرې وکړلې.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د منځني ختیځ په هکله د خبرو ډیر جزیات ندي ورکړل شوي او یوازې همدومره ویل شوي چې دې مشرانو د ایران د اتومي پروګرام په هکله د روانو مذاکراتو پر سر د بحث تر څنګ په منځني ختیځ او سیمې کې د همکارانو سره د ملاتړ لا قوي کولو او په سیمه کې د ایران د بې ثباته کوونکو کړنو د مخنیوي او مهارولو لپاره په ګډو هڅو خبرې کړلې.

متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې تیره اوونۍ ویلي و چې د اتومي موافقې د بیرته ژوندۍ کولو لپاره د ایران هغه ځواب څیړي چې د اروپایي اتحادیې د سپارل شوي وړاندیز په ځواب کې ورکړل شوی. اروپایي اتحادیې ویلي و چې دا یې وروستی وړاندیز دی.

د اتومي موافقې پر سر د خبرو ناکامي ښایي په سیمه کې د تازه جګړې سبب شي ځکه اسرائیل خبرداری ورکړی که دپلوماسي د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره دایران مخه ونه نیسي، د دې هیواد پر ضد به نظامي اقدام وکړي.

ایران چې تل یې ویلي نه غواړي اتومي وسلې جوړې کړي، د اسرائیل د هر ډول برید په مقابل کې د "ماتوونکي" ځواب خبرداری ورکړی.

د ایران اسلامي جمهوریت تل پدې ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او نه غواړي چې اتومي وسلې جوړې کړې خو د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي یو جګپوړي سلاکار کمال خرازي جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) د الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې ایران په تخنیکي توګه ددې وړتیا لري چې اتومي بم جوړ کړي خو دا پریکړه یې لا نده کړې چې آیا دا بم جوړ کړي که نه.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو د خامنه اي د دې جګپوړي سلاکار د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې ایران ښایي د اتومي وسلو د جوړولو لپاره لیوالتیا ولري.

ښاغلي خرازي پدې مرکې کې ویلي، " څو ورځې وړاندې وتوانیدو یوارنیم تر ۶۰ فیصدو غني کړو او کولی شو چې په آسانۍ یې تر ۹۰ فیصدو هم غني کړو. ایران تخنیکي امکانات لري چې اتومي بم جوړ کړي خو تر اوسه یې د جوړولو پریکړه نده کړې".

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.