خلیلزاد: افغان سیاسي مشران دې بحران پای ته ورسوي

افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناتو عمومي منشي یانس سټولټنبرګ له افغان سیاسي مشرانو غوښتي، چې روان سیاسي بحران دې پای ته ورسوي.

سفیر زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ ( حمل اول) د نوي ۱۳۹۹ لمریز کال د پیل په مناسبت افغانانو ته د مبارکۍ په یو پیغام کې، چې د خپل ټویټر په پاڼه یې خپور کړی له افغان سیاسیونو غوښتي، چې روان سیاسي بحران ته دې د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي" نوی کال او نوروز مو مبارک شه. پدې مناسبت، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې هیواد ته ورکولی شي: ۱. د یو ټولشموله حکومت لپاره هوکړې ته ورسیږي او سیاسي کړکیچ پاې ته ورسوي".

همداشان ښاغلي خلیلزاد له افغان سیاسي مشرانو غوښتي، چې د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره ګامونه واخلي او له طالبانو سره په ګډه په افغانستان کې د کرونا د ناروغۍ څخه د افغانانو د ژغورنې لپاره کار وکړي.

سفیر خلیلزاد سربیره د ناتو عمومي منشي یانس سټولټنبرګ هم له افغان سیاسي مشرانو ورته غوښتنه کړې ده.

ښاغلي سټولټنبرګ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د ناتو ټولنه په افغانستان کې روان سیاسي کرکیچ باندې اندیښمنه ده.

" کوم کړکیچ چې مونږ یې نن سبا په افغانستان کې وینو په اړه یې اندیښمن یو...مونږ په افغانستان کې له ټولو سیاسي ځواکونودغې ستونزې ته د حل د لټولوغوښتنه کوو، یو ټول شموله حل او داچې د دې ډاډ ترلاسه شي، چې هغوی د طالبانو سره د موافقې د عملي کولو وړتیا لري".

د امریکا او ناتو دغو لوړ پوړو چارواکو له افغان سیاسي مشرانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د سیاسي کړکیچ د هوارولو د هڅو په لړ کې د پنجشنبې د ورځې ناوخته د عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د دغې کتنې وروسته ښاغلي سیاف ویلي، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د اختلاف د حل لپاره یې هڅې لا هم روانې دي.

ښاغلي غني د نوي ۱۳۹۹ لمریز کال د خپلې مبارکۍ په پیغام کې د سیاسي بحران په اړه هیڅ څه نه دي ویلي او یوازې د افغانانو ترمنځ په یووالي یې ټینګار کړی دی.

جمهور رئیس غني ویلي، چې سولې ته رسیدل ګډو هڅو ته اړتیا لري او باید افغان سیاسي مشران په افغانستان کې د موجودو ستونزو لپاره کار وکړي او د خلکو اندیښنې پای ته ورسوي.

ښاغلي عبدالله هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې بهیر حساس پړاو ته رسیدلی دی.

هغه د سولې ته د رسیدلو لپاره د خپلې مرستې ډاډ ورکړی دی.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د تیر کال د کب په ۱۹ ورځ په جلا جلا مراسمو کې لوړې پورته کړي دي.

عبدالله عبدالله خپل ځان د افغانستان د ټول شموله حکومت د جمهور رئیس په توګه اعلان کړی دی.