د امریکا او قطر مشرانو اروپا ته د قطر څخه د ګازو په صادرولو خبرې کړي

د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني د فارس خلیج د هیوادونو لومړنی مشر دی چې په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره ګوري.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او د قطر شیخ تمیم بن حماد ال ثاني دوشنبه جنوري ۳۱ په سپینې ماڼۍ کې وکتل او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د قطر څخه اروپا ته د طبیعي ګازو په لیږد خبرې وکړلې.

ښاغلي بایډن او ښاغلي الثاني دا ملاقات او د قطر څخه اروپایي هیوادونو ته د طبیعي ګازو په صادرلو دا خبرې پداسې حال کې کړي چې روسیې د اوکراین په پوله تر سلو زرو ډیر سرتیري او نظامي وسایل ځای پر ځای کړي او غربي هیوادونه ویره لري چې مسکو ښایي په اوکراین یرغل وکړي.

امریکا او متحدین یې دا ویره هم لري که په اوکراین د روسیې د ممکنه یرغل په غبرګون کې په مسکو سخت اقتصادي بندیزونه ولګول شي، د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین به ښایي د دې اقدام په ځواب کې د لویدیځې اروپا په ډیرو هیوادونو ګاز بند کړي.

روسیه د لویدیځې اروپا د هیوادونو د انرژۍ تقریباً په دریو کې یوه برخه اړتیا پوره کوي.

خو بل پلو بیا قطر چې یوازې ۲.۹ ملیونه وګړي لري په نړۍ کې د متحده ایالاتو نه وروسته د طبیعي ګازو دویم ستر صادرونکی هیواد دی او د نړۍ د انرژۍ په بازار کې مهم نقش لري.

قطر وار د مخه د آسیایي هیوادونو سره د انرژۍ تړونونه لري او مبصرین پدې اند دي چې دا عربي هیواد ښایي دومره ظرفیت ونلري چې دومره ډیر ګاز تولید کړي چې اروپایي هیوادونو ته یې هم ورکاندي.

د امریکا او قطر اړیکې:

په سپینې ماڼ کې د ملاقات کولو نه وړاندې د امریکا جمهور رئیس قطر "د ناټو سازمان نه بهر ستر متحد" او د دې هیواد امیر یې "ښه ملګری او اعتباري همکار" وباله.

ښاغلي بایډن د قطر امیر ته وویل، " مونږ ستاسو ملت او زمونږ ملګرتیا ته ژمن یو".

په همدې حال کې د قطر امیر چې د فارس خلیج د هیوادونو لومړنی مشر دی چې په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري پخپلو خبرو کې وویل چې متحده ایالاتو او قطر "ډیرې قوي اړیکې" لري.

د قطر امیر همدارنګه وویل چې پلان لري د ښاغلي بایډن سره د فلسطین په برابرو حقونو او په منځني ختیځ کې د سولې د تعقیب لپاره په لارو چارو وغږیږي.

دغه دواړه مشران پداسې وخت کې غږیږي چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو سره د معاملې کولو لپاره د لارو چارو په لټون اخته ده. قطر د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي په افغاسنستان کې د امریکا استازیتوب کوي او د تخلیې په بهیر کې یې څه باندې ۶ زرو هغو افغانانو ته ځای ورکړی و چې غوښتل یې متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي.

د جمهور رئیس جو بایډن تر څنګ د قطر امیر د امریکا د بهرنیو چارو، دفاع او کورني امنیت د وزیرانو او د کانګریس د یو شمیر غړیو سره وکتل.