د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان او سیمې غږېدلي

ښاغلي بلنکین او ښاغلي آل ثاني د افغانستان د وضعیت په هکله خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د قطر د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره د افغانستان څخه د امریکایي اتباعو د را ایستلو په برخه کې د دوحې د همکارۍ په هکله خبرې کړي.

ښاغلي بلینکن د یکشنبې په ورځ په ټویټر کې پدې هکله لیکلي چې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحان آل ثاني سره په خبرو کې د افغانستان نه د امریکایي اتباعو او دایمې اوسیدنې اسناد (ګرین کارت) لرونکو په را ایستلو کې د قطر د ملاتړ ستاینه کړې.

د متحده ایالاتود بهرنیو چارو وزارت هم ددې خبرو په هکله یوه اعلامیه خپره کړې.

په اعلامیې کې راغلې چې د د داړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تازه تغیراتو او د دې هیواد د وضعیت په هکله خبرې کړي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان د وضعیت په هکله د خبرو تر څنګ ښاغلي بلینکن او ښاغلي آل ثاني د ایران په هکله هم خبرې کړي.

د اګست د میاشتې راپدیخوا چې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وتلي، قطر د طالبانو سره د متحده ایالاتو د اړیکو په ساتلو او د افغانستان نه د امریکایي اتباعو، ګرین کارت لرونکو او خطر سره مخامخ افغانانو په را ایستلو کې همکاري کړې.

د طالبانو او متحده ایالاتو استازو مخامخ خبرې هم د قطر په پایتخت دوحه کې کړي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي هم د قطر له لوړ پوړیو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

ټامس ویسټ د ډسمبر په درېیمه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هیواد د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد ال مسناد سره یې د افغانستان د راتلوونکي په اړه خبرې کړي دي.

قطر د ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د ۲۰۲۰روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستلو په هدف د سولې توافقنامه لاسلیک کړه.