امریکا اوکراین سره د ۲.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې اعلان وکړ

د براډلي جنګي موټر چې په متحده ایالاتو کې جوړیږي.

متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومي۲۹) د اوکراین سره پداسې حال کې د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې ټاکل شوې سبا د شاوخوا ۵۰ هیوادونو استازي په جرمني کې راټول شي چې د اوکراین سره د مرستو په لارو چارو وغږیږي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په نویو مرستو کې د غربي هیوادنو هغه پرمختللي ټانکونه ندي شامل چې اوکراین یې غوښتنه کړې خو د دفاع وزارت یا پنټګان په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې مرستو کې ۹۰ د مرمۍ ضد ټانکونه، ۵۹ اضافي جنګي موټر، د هوایي دفاع سیسمتونه او د سپکو او درنو وسلو لپاره مهمات شامل دي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې تازه مرستو سره به د اوکراین د زغرې لرونکو موټرو وړتیا لا لوړه شي.

د متحده ایالاتو تر څنګ برتانیې، جرمني او فرانسې هم ژمنې کړي چې اوکراین ته به د روسیې سره د جګړې کولو په خاطر د مرمۍ ضد موټر ورکړي.

خو د دې ژمنې سره سره برتانیې لا هم د اوکراین سره د عصري ټانکونو د ورکولو ژمنه نده کړې، هغه څه چې اوکراین وایي د روسیې سره په جګړې کې ورته سخته اړتیا لري خو غربي متحدین یې په ورکړې کې زړه نا زړه دي.


متحده ایالاتو ویلي اوکراین ته ځکه د (Abrams) په نامه د پرمختللو ټانکونو په ورکولو کې زړه نا زړه دی چې د دې ټانکونو ساتنه او دا چې څنګه یې اوکرایني ځواکونه وکاروي، خوار سخت کار دی خو جرمني بیا ویلي یوازې په هغه صورت کې اوکراین ته درانه ټانکونه ورکوي که امریکا ورته لومړی همدا ټانکونه ورکړي.
سره لدې چې جرمني اوکراین ته د درنو وسلو په ورکولو کې د احتیاط څخه کار اخلي خو صدراعظم اولف شولتز باندې فشارونه ډیر شوي او ترې غوښتل کیږي چې کیف ته دې په د (Leopard) ټانکونه ورکړي چې په جرمنې کې جوړیږي.

په عین حال کې برتانیې اعلان کړی چې اوکراین ته د (Brimstone) شپږ سوه توغندي ورکوي.

د برتانیې تر څنګ ډنمارک، سویډن هم ژمنه کړې چې اوکراین ته به توپونه او د توپونو سیستمونه ورکړي.

متحده ایالات او غربي هیوادونه پداسې حال کې د اوکراین سره ددې مرستو اعلان کوي چې ټاکل شوې سبا جمعه جنوري ۲۰ د ناټو د ۳۰ غړیو هیوادونو د استازو په ګډون د نړۍ د پنځوسو هیوادونو د دفاع او نورو چارو استازي په جرمنې کې راټول شي او د اوکراین د مرستو کولو په لارو چارو وغږیږي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي په جرمني کې د دې غونډې په هکله ویلي چې د "قوي پریکړو" او د متحده ایالاتو څخه د لا ډیرو نظامي مرستو هیله لري.

جرمني او متحده ایالاتو اوکراین ته د دې هیوادونو تر ټولو د پرمختللو ټانکونو په ورکړې کې زړه نا زړه دي او روسیې هم خبرداری ورکړی که غربي هیوادونه اوکراین ته دا ټانکونه ورکړه، جګړه به په خطرناکه توګه چټکه شي.

په جرمني کې چارواکو ویلي چې ښایي د جمعې د ورځې په غونډې کې به دا هم روښانه شي چې آیا واشنګټن او برلین کیف ته دا پرمختللي ټانکونه ورکوي که نه.

ها خوا بیا د لتوانیا د دفاع وزیر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ښایي ځیني هیوادونه به اوکراین د لیوپارډ ټانکونه ورکړي او زیاته یې کړه چې ښایي د جمعې د ورځې په غونډې کې به پدې هکله اعلان وشي.