امریکا له اوکراین سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

بلینکن او کولیبا

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي۱۵) کیف ته ولاړ، له اوکراین سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو نوې مرسته اعلان کړه.

د انتوني بلینکن د دغه سفر نېټه مخکې اعلان شوې نه وه. بلینکن وویل چې دا مرستې به له اوکرایني ځواکونو سره د روسیې د ځواکونو د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، متحدو ایالتونو له کیف سره څه باندې ۴۰ میلیارد امنیتي او تسلیحاتي مرسته کړې. اوکراین وايي‌ چې دا مرستې د روسیې د یرغل په مخنیوي کې حیاتې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمترو کولیبا سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل:‌ «موږ نن په دې مشترکې هڅې کې نوې مرستې اعلانوو چې ارزښت یې څه باندې یو میلیارد ډالر کېږي. په دوی کې ۶۶۵.۵ میلیون ډالر د ملکي امنیت لپاره او نوې پوځي مرستې هم شاملې دي.»

دغه امریکايي مقام همدغه راز اعلان وکړ چې متحده ایالتونه د اوکراین د غله جاتو د انتقال لپاره د بدیلو لارو د موندلو په اړه کار کوي.

اوکراین د جون له میاشتې راهېسې د تعرضي کنډکونو په جوړولو او وسلو په ذخیره کولو سره د روسیې د پوځ په ضد تهاجمي بریدونه پیل کړي دي.

کیف د دغو بریدونو د پسوالي په اړه انتقادونه رد کړي او ویلي‌ دي چې ځواکونه یې د روسیې د قوي دفاعي لیکو او ماینونه سره مقابله کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکايي‌ سیال ته وویل: «د متحدو ایالتونو مرستې خیرات نه دي... نن اوکراین د روسیې د یرغل په ضد مقاومت کوي او موږ د هېڅ امریکايي ژوند په خطر کې نه اچوو.»

کولیبا مننه وکړه چې امریکا اجازه ورکړه چې جنګي اف-۱۶ الوتکې له نورو هېوادونو څخه دې اوکراین ته انتقال کړل شي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ،‌ له هاغې ورځې راهېسې دا څلورم ځل دی چې انتوني بلینکن اوکراین ته سفر کوي.