امریکا د ټولو بالغو کسانو لپاره تقویتي واکسین منظور کړ

تقویتي واکسین هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د کرونا ضد دوه ډوزه واکسین یې ۶ میاشتې وړاندې کړی وي.

د امریکا متحده ایالاتو تیره ورځ پداسې حال کې ۱۸ کلنو او تر دې پورته کسانو لپاره د کرونا ضد د فایزر او مودیرنا کمپنیو تقویتي واکسین ورکول منظور کړل چې پدې هیواد کې د ژمي په راتګ سره د وبا نوې څپه پیلیدونکې ده.

تر دې وړاندې د کرونا ضد تقویتي واکسین یوازې د هغو کسانو لپاره وړاندیز شوی و چې د بدن د معافیت سیستم یې کمزوری او یا عمر یې تر ۶۵ کالونو پورته وي یا یې جدي ناروغۍ درلودې او یا یې پداسې دندو کې کار کاوه چې پدې ویروس د اخته کیدو خطرات پکې ډیر و.

د امریکا د خوراکي موادو او درملو ادارې سرپرستې کمیشنرې جنیټ ووډکاک ویلي چې دا نوې پریکړه به د کویډ -۱۹ بیمارۍ پر ضد د دوامدار خوندیتوب سبب شي او په روغتون کې د بستر کیدو او مرګ په شان د جدي عواقبو په مقابل کې به مرسته وکړي".

په همدې حال کې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د متخصصینو یو هیت ټاکلی و چې د تقویتي واکسین د ورکولو پریکړه تصدیق کړي. دغه هیت په ځانګړې توګه د واکسین تطبیق هغو کسانو ته وړاندیز کړی چې عمرونه یې تر پنځوسو کالونو پورته وي او حتی که هیڅ ډول ناروغي هم ونلري.

ډاکټران او د روغتیایي چارو مامورین هم پدې پریکړه خوښ دي ځکه هغوي وایي اوس د امریکا ولس ته معلومه شوه چې دا واکسین ورته په اوس وخت کې خوندي دی.

د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي د ادارې مشرې روشل والنسکي په رسمي توګه د هیت وړاندیزونه لاسلیک او منظور کړل. میرمن والنسکې وویل چې د تقویتي واکسین تطبیق "د عامې روغتیا لپاره یوه مهم وسیله ده چې د ویروس په مقابل کې مونږ پداسې حال کې ځان قوي کړو چې د ژمي رخصتیو ته داخلیږو".

د خوراکي موادو او درملو ادارې ویلي چې دا پریکړه یې د هغو معلوماتو د تر لاسه کولو له مخې کړې چې د تقویتي واکسین په مقابل کې د د دواړو واکسینونو (فایزر او مودیرنا) د تر لاسه کولو نه وروسته د ځینو کسانو معافیتي سیستم قوت وښود.

د فایزر شرکت هم په کلینیکونو کې څه باندې ۱۰ زرو کسانو ته د تقویتي واکسین ډوز ورکړی و چې عمرونه یې تر ۱۶ کالونو پورته و. په آزمایښت کې معلومه شوه چې دغو کسانو د ویروس په مقابل کې ۹۵ په سلو کې موثریت ښودلی و نسبت هغو کسانو ته چې دا واکسین یې ندی کړی.
د تقویتي واکسین ډوز هغو کسانو ته ورکول کیږي چې شپږ میاشتې وړاندې یې دوه ډوزه د کرونا ضد واکسین کړی وي.

متحده ایالات پداسې حال کې د کرونا ضد د تقویتي واکسین تطبیق کیدل منظوروي چې په ټول هیواد کې پدې وبا د اخته کیدو قضیې مخ په ډیریدو دي.

تازه معلومات ښیي چې په امریکا کې هره ورځ شاوخوا ۸۸ زره کسان پدې ویروس اخته کیږي او پنځمه څپه یې روانه ده.
د کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې تر ټولو ډیره امریکا ځپلې او تر اوسه یې ۷۶۰ زره کسان مړه کړي.