د امریکا پوځ په هلمند کې د بریښنا مزې غځوي

د امریکا د انکشاف نړیوالې ادارې د هلمند د کجکي د بند د بریښنا تولید د ظرفیت د لوړولو لپاره تراوسه شاوخوا اتیا میلیونه ډالره مصرف کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ د قول اردو د انجینرۍ څانګه په پام کې لري، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د هلمند ولایت کې د ۱۱۴ کیلومترو په اوږدو د بریښنا د مزو غځولو پروژه پیل کړي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ د قول اردو انجینرۍ څانګې په یوه اعلامیه کې، چې د چهارشنبې په ورځ ( وري ۱۴ مه) یې کابل کې رسنیو ته استولې ویلي، چې دا پروژه به د امریکا د انکشاف د نړیوالې ادارې " یو ایس ایډ" په مرسته سږکال پیل شي او په ترڅ کې به یې د تنګي، کجکي او د سنګین ولسوالۍ شمالي او جنوبي برخو ته د بریښنا مزي وغځول شي.

دا اعلامیه وايي، د امریکا د پوځ د قول اردو د انجینرۍ څانګه د افغانستان په شمال او جنوب کې د بریښنا نښلولو د پروژو په دوام په پام کې لري، چې سږکال د هلمند په ولایت کې د بریښنا د نښلولو پروژه، چې درې کاله وخت به واخلي هم پیل کړي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ د قول اردو د انجینرۍ د څانګې رئیس ډګروال جسن کیلي وايي، د دې پروژې هدف افغانانو ته د ډاډ وړ بریښنا برابرول دي.

په دې اعلامیه کې د امریکا د پوځ د قول اردو د انجینرۍ د څانګې رئیس ډګرجنرال تاد سیمونیت، له خولې، چې افغانستان ته یې سفر کړی ویل شوي، د امریکا د پوځ د انجینرۍ څانګه د دې ترڅنګ، چې د افغان پوځ هوايي او ځمکني ځواکونو سره د پوځي بنسټیزو پروژو په بشپړولو کې همکاري کوي، په دغه هیواد کې د بریښنا او انرژۍ د پروژو چمتو کولو په برخه کې هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د امریکا د پوځ د معلوماتو له مخې د دغه هیواد د پوځ د قول اردو د انجینرۍ څانګه سږکال په افغانستان کې د شپږ سوو او اتیا میلیونو ډالرو په ارزښت د پنځوس پروژو د بشپړولو یو پلان ترتیب کړی دی.

د هلمند د کجکي بریښنا بند په ۱۹۵۰ کې د یو امریکايي شرکت له خوا د امریکا د متحده ایالاتو په مالي مرسته جوړ شوی، خو د اوږدو جګړو له امله یې زیات زیان لیدلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې په تیره یوه لسیزه کې په دغه بند کې د بریښنا تولید د ظرفیت د لوړولو او د کچکي ولسوالۍ څخه د هلمند او کندهار مرکزونو ته د بریښنا د لیږدولو لپاره ۷۵ میلیونه ډالره مصرف کړي دي.

د کجکي د بریښنا ظرفیت شاوخوا ۵۱ میګاواټه دی، خو اوس مهال دا بند شاوخوا اتلس میګاواټه بریښنا تولیدوي، چې د کندهار او لښکرګاه ښارونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

اوړم کال د " ۷۷ " په نوم یو ترکیې شرکت په دغه بند کې د بریښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو لپاره کار پیل کړی دی.

که دا پروژه بشپړه شي او څلور نورتوربینونه نصب شي نو د کجکي د بریښنا د تولید ظرفیت به شاوخوا ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي.

په دې پروژې لا کار روان دی.