بلینکن اسرائيل ته: ولسي فلسطینیانو ته د لا زیان اوښتو مخه ونیسئ

بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې اسرائیل ته هم تللی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن سه شنبه جنوري نهمه (مرغومې۱۹) له اسرائیل څخه وغوښتل چې د فلسطین په محاصره شویو سیمو کې ولسي خلکو ته د نورو ډېرو تلفاتو د اوښتو مخه ونیسي.

بلینکن په تل ابیب کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ملاقات کې د اسرائیل د حق ننګه وکړه چې د ځان دفاع کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې بلینکن «ولسي خلکو ته د لا نورو زیانونو د اوښتو د مخنیوي او په غزه کې د تاسیساتو د حفاظت په ارزښت ټېنګار» وکړ.

میلیر وویل چې بلینکن په اسرائیل او سیمې کې د یوې تلپاتې سولې لپاره «د فلسطیني دولت په منلو» تاکید وکړ.

په همدې حال کې د اسرائیل پوځ په غزې باندې بمباري روانه ساتلې ده او د حماس له جنګیالیو سره یې جګړه کړې ده. د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس، اسرائیل په شپې کې هم د خان یونس او رفح په ښارونو باندې بمبارۍ کړې دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د حماس ۴۰ جنګیالي وژلي دي.

د حماس مشر

د حماس مشر اسماعیل هنیه وايي چې په اسرائیل باندې یې د اکتوبر په اوومې نېټې له هغه وروسته بریدونه وکړل چې هغه هېواد هڅه کوله د فلسطینیانو مبارزه له پامه وغورځوي.

هغه وویل سره له دې چې «فلسطینیان درنه بیه» پرې کوي او اسرائيل «نسله وژنه» کوي، بیا هم د هغه په ادعا اسرائیل په خپل هر ډول هڅې کې ناکام شوی دی.

د حماس ډلې په یوې اعلامیې کې د هنیه له قوله لیکل شوي دي چې هغه له اسلامي هېوادونو څخه غوښتي چې فلسطینیانو ته وسلې او مهمات برابر کړي، ځکه چې دا جګړه د هغه په خبره «یوازې د فلسطینیانو جګړه نه» ده.

د اسرائیل مقامات وايي چې د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په خپلو بریدونو کې ۱۱۴۰ اسرائیلیان وژلي دي.

د اسرائیل په بریدونو کې د حماس د مقاماتو په وینا کې تر دې دمه ۲۳۲۱۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیل وايي د غزې په جګړې کې یې تر دې دمه ۱۸۵ عسکر هم وژل شوي دي.