امریکايي چارواکی: طالبان قاچاقبر ترهګر دي

د امریکا د محتده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې د نشه یې توکو ضد او د قانون د ټینګښت د نړیوالې ادارې مرستیال ویلیم برون فیلډ وایي طالبان تروریستي او قاچاقبره ډله ده.

د امریکا د محتده ایالاتو دغه لوړ پوړي چاروکي په افغانستان کې د نشه یې توکو او ناامنۍ ترمنځ په مستقیمو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هغو ولایتونو کې چې په پراخه توګه کوکنار کرل کیږي په کې وسله وال طالبان هم حضور او نفوذ لري.

ښاغلي برون فیلډ وویل "دا سمه نه ده چې وویل شي چې طالبان یوازې وسله واله مخالفه ډله ده، یا یوازې ترویتسي ډله ده، طالبانو د نشه یې توکو د قاچاق او تروریستي ډله ده، د دوی لپاره به د نشه یې توکو تروریتسي ډلې د اصطلاح کارونه سمه اصطلاح وي. باید چې مونږ د دې ویلو څخه ډډه وکړو چې دا ډله ګوندې جلا مسایلو سره کار لري، که د تروریستي اویا د نشه یې توکو د قاچاق د ډلې په توګهیاده شي دواړه اصطلاح د دغې ډلې لپاره صدق کوي".

ویلیم برون فیلډ، د سه شنبې په مازیګر د امریکا په سفارت کې خبریالانو سره په خبرو کې دا هم وویل چې په امریکا کې د مصرف کیدونو هیرونین تر څلور فیصدو یې له افغانستان څخه امریکا ته قاچاق کیږي.

ښاغلي برون فیلډ وویل "د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د نړۍ له اتیاو فیصدو څخه زیات هیروین دلته په افغانستان کې تولیدیږي او امریکا چې نن د هیروینو له بحران سره مخ ده، زمونږ د اټکل له مخې د دوو څخه تر څلور فیصدو پورې هیروین چې مونږ یې مصرفوو له افغانستان څخه راځي".

ښاغلي برون فیلډ د نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د ستراتیژۍ په اړه د خبرو پر وخت، د نشه یې توکو د کاروباریانو او لابراتورونو پرخلاف دغه ستراتیژي ډیره بریالۍ وګڼله او ويې ویل چې د افغانستان دکورنیو چارو د وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې، په تیرو اوو میاشتو کې د درې سوو میلیونو ډالرو په ارزښت نشه یې توکې له منځه وړل شوي دي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د نشه یې توکو سره د مبارزې د دغه چارواکي د وینا له مخې د کوکنارو د کر د اړولو په برخه کې دا ستراتیژي چندانې بریالۍ نه ده.

هغه د نه بریالیتوب علت هم په سیاسي ډول د کوکنارو د کښت د اړولو سره د لیوالتیا کمښت وګڼه او ویې ویل چې ډیر بزګران جنایتکاران نه دي او هغوی د طالبانو د فشار له امله کوکنارو کرته زړه ښه کوي.

ښاغلي برون فیلډ په نشه د روږدو د علاج په برخه کې هم د افغان حکومت هڅې وستایلې او ویې ویل چې په تیرو کلونو کې په افغانستان کې په نشه یې توکو د روږدو د علاج لپاره ۱۲۰ روغتونونه جوړ شوي دي.

د امریکا د نشه یې توکو سره د مبارزې د ادارې دغه لوړپوړې چارواکي د نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د نشه يې توکو سره د مبارزې په برخه کې د ستراتیژۍ د بدلولو د غوښتنې ملاتړ هم وکړ او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د نشه یې توکو سره د مبارزې لپاره ډیر زیات ملاتړ برابروي.

هغه وړاندیز وکړ، چې په افغانستان کې د نشه یې توکو د ستونزې سره د مقابلې لپاره د دغه هیواد ټول ګاونډیان افغانستان ته لاس ورکړي او دا ځکه چې د نشه یې توکو قاچاق د همدغو هیوادونو له لارې نورۍ نړۍ ته ترسره کیږي.

ښاغلي برون فیلډ وویل "افغانستان بحر ته لار نه لري د همدې له امله که هیروین دي او که مورفین او یا هم اپین باید په لودیځ کې د ایران له لارې بهر ته لاړ شي، په شمال کې د منځنۍ اسیا د یو هیواد له لارې او یا هم په جنوب او ختیځ کې د پاکستان له لارې بهر ته لاره ومومي، که څه هم دا د دغو هیوادونو مسولیت نه دی، خو هغوی د دې ستونزې سره د مبارزې لپاره خپل مسولیتونه هم لري، د یو ډیر ساده دلیل له مخې ځکه چې په نړۍ کې داسې هیواد نه شته چې هغه دې یوازې د قاچاق لپاره وکارول شي، هر هیواد چې نشه یې توکې یې له لارې قاچاق کیږي هغه د نشه یې توکو په مصرفي هیواد باندې هم بدلیږي".

د امریکا د محتده ایالاتو د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د ټینګښت د نړیوالې ادارې مرستیال په افغانستان کې په هیروینو او مورفینو باندې د اپینو د بدلولو لپاره د بهرنیو هیوادونو څخه دغه هیواد ته د کیمیاوي توکو د لیږد د مسلې په اړه وویل چې افغان حکومت او امریکا په دې مسله کارکوي او په هکله به په نږدې راتلونکي کې نوې تګ لاره جوړه شي.