امریکا د میانمار د پوځ په مشر بندیزونه ولګول

د امریکا حکومت د میانمار د پوځ په مشر من ان لینګ او په ځینو نورو پوځي چارواکو په روهینګیایي مسلمانانو د تشدد او قتلونو له کبله بندیزونه لګولي.

د امریکا حکومت وایي، چې دغه اقدام یې په میانمار کې د روهینګیایي مسلمانانو د عامه وژنې له کبله کړی دی.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په یوې اعلامیې کې وویل:"مونږ اوس هم اندېښنه لرو چې د میانمار حکومت د هغه کسانو خلاف هیڅ اقدامات نه دي کړي چې هغوی له بشري حقونو نه سرغړونه کړې ده او په تشدد کې ککړ دي. د میانمار د پوځ په اړه هم داسي رپورټونه دي چې هغوی په ټول ملک کې د بشري حقونو نه سرغړونه کوي."

پمپیو وویل چې د پوځ د مشر لخوا د هغه پوځیانو د ازادېدو امر کول چې د محاکمې نه پرته یې د اندین په سیمې کې روهینګیایي مسلمانان وژلی و، دا ثابتوي چې پوځ ځان د هر ډول مسولیت نه مصون ګڼي.

د امریکا د حکومت د دغې پریکړې معنی دا ده چې دغه پوځي چارواکی به امریکا ته سفر نه شي کولی.

د یادونې وړ ده چې د اندین د عامه وژنې په اړه د رویټرز خبري اژانس دوو خبریالانو رپورټونه خپاره کړي و چې هغوی په میانمار کې نیول شوي و او ١٦ میاشتې یې په بند کې تیرې کړې.

د بهرنو چارو وزیر پمپیو دغه اعلان د مذهب د ازادۍ په اړه د یو نړیوال کنفرانس د کوربتوب په لومړۍ ورځ کړی دی.