ترکیه له ګولن نه تابعیت اخلي

ګولن د امریکا ګرین کارډ لري او دلته قانوني ژوند کوي

انقرې په وارو له واشنګټن نه د ګولن د ورسپارلو غوښتنه کړې ده، خو اوس وايي د دغه امریکا-میشته ترکي تابعیت اخلي.

فتح الله ګولن په ترکیې کې د تېرکال د ناکامې پوځي کودتا په تنظیمولو او پلانولو تورن دی. د ترکیې چارواکي وایي که فتح الله ګولن په دریو میاشتو کې ترکیې ته راستون نشي، تابعیت به یې ترې واخیستل شي.

اسوشتډپرس وایي د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په یوې رسمي جریدې کې د ۱۳۰ هغو کسانو نومونه خپاره کړي چې د ترکیې حکومت یې غواړي. په دغو کسانو د ګولن نوم هم شامل دی.

همدغه راز په لست کې دوه کردي پلوه حقوقپوهان هم شته چې باور کیږي په اروپا کې ژوند کوي. پر دوی له ترهګرۍ سره د اړیکو لرلو تور دی. په لست کې نور کسان هم د ترکیې حکومت پر ضد په فعالیتونو تورن دي.

دوی ټولو ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی چې خپل هېواد ته ستانه نشي، او که داسې ونکړي تابعیتونه به یې ترېنه واخیستل شي.

تراوسه فتح الله ګولن د ترکیې د دغه نوي اقدام په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا څرګنده کړې وه چې هغه د ترکیې د تېرکال په ناکامې پوځي کودتا کې لاس نه درلود.

فتح الله ګولن له څه مودې راهیسې په امریکا کې ژوند کوي او د ترکیې حکومت تېرکال له کودتا ورسته د هغه زرګونه پلویان په ترکیه کې ونیول او بندیان یې کړل.

انقرې په وار وار له امریکا د هغه د ورسپارل کېدو غوښتنه کړې ده. خو امریکايي چارواکو لا د ترکیې دا غوښتنه نه ده منلې. ګولن د امریکا ګرین کارډ لري او دلته قانوني ژوند کوي.