د افغان میرمنو حقونه د نړیوالې ټولنې قوي دریځ ته اړتیا لري – راپور

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د امریکا د جورج ټاون انستیتوت ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بې ثباتۍ او انزوا سره مرسته کړې او په کارده چې نړیواله ټولنه دغه هیواد ته د سولې او امنیت په ستنولو کې هم مرسته وکړي.

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د امریکا د جورج ټاون انستیتوت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه په یو راپور کې په ملي او د سولې په راتلوونکو بهیرونو کې د ښځو په اساسي ونډه ټینګار کړی او د هغوی د حقونو د خوندیتیوب لپاره یې د نړیوالې ټولنې پر قوي او همغږي دریځ باندې ټینګار کړی دی.

دغه انستیتوب د سه شنبې په ورځ جولای دوېیم (چنګاښ ۱۲) په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا هیواد په یو وحشتناک ترکیب سره د ړنګیدو په حال کې اقتصاد، لوږې او پراخه قحطۍ ، بشري حقونو څخه پراخه سرغړونو او په بشپړ ډول له ټولنې څخه د ښځو د ګوښه کولو سره مخ دی، چې ویجاړونکي زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړلو په دغه هیواد کې دا ګواښونه او ننګونې لا پراخه کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې داسې ښکاري چې طالبان د نړیوالو بندیزونو او یا هم د دپلوماسۍ د معمولو فشارونو پر وړاندې بې تفاوته دي او پر ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو د کمیدو په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.

ددې راپور پراساس د وضعیت د ښه کیدو لپاره د نړیوالې ټولنې د اقداماتو سره سره لا هم افغان میرمنې د خپل هیواد د راتلوونکې په اړه د پریکړو او په سیاسي بهیر کې د اغزمنو او معنی لرونکي او متمرکزې ونډې څخه څنډې ته کړای شوي دي.

د امریکا د جورج ټاون انستیتوت په دې راپور کې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک یادونه شوې او ویلي دي: "اوسني فشارونه او بندیزونه کافي نه دي او تر هغې اغیزمنتیا هم نلري، چې نړیواله ټولنه یو قوي او همغږی دریځ ونه نیسي. افغانستان باید د واک د ویش عادلانه معیارونه غوره کړي او افغان میرمنې باید د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې اساسي ونډه ترسره کړي".

په دې راپور کې ویل شوي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بې ثباتۍ او انزوا سره مرسته کړې ده او په کار دي چې نړیواله ټولنه دغه هیواد ته د سولې او امنیت په ستنولو کې هم ونډه ولري.

دغه راپور وايي چې په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت د جوړونې او د ښځو د حقونو خوندیتوب مسوولیت د افغانانو په غاړه دی، خو ددې کار ترسره کیدلو لپاره د نړیوالې ټولنې اسانتیاو او سیاسي ملاتړ ته هم اړتیا شته دی.

په دې راپور کې د یوې سروې د موندنو له مخې چې د مرکو او هم د افغان میرمنو د رهبرانو د یوې ډلې سره د خبرو پراساس ترتیب شوې په سروې کې د ګډون کوونکو له قوله ویل شوي چې په داسې حال کې چې د هر سیاسي بدلون لپاره نړیوال ملاتړ ډیر زیات مهم دی، خو یوازې افغانان کولای شي چې د روان بحران څخه د وتلو مدیریت وکړي او د یو هراړخیز او تلپاتې حل لپاره د افغان میرمنو ونډه ډیره زیاته مهمه ده.

همداشان دغه انستیتوت په دې باور دی چې د ټولنیزو حقونو رامنځ ته کول (د بشري حقونو تر چتر لاندې) د یو داسې حکومت د رامنځ ته کولو لپاره چې په افغانستان کې تلپاتې سوله وساتلی شي ډیر مهم دي.

ددې راپور د ترتیبوونکو په وینا د شرعیت څخه د طالبانو تفسیر په ځانګړي ډول افراطي دی او باید د نظم او تلپاتې سولې د بیرته ستنیدلو لپاره افغانستان د شریعت مترقي تفیسر ته پاملرنه وکړي.

سپارښتنې

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د امریکا د جورج ټاون انستیتوت د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز روان په ټپه دریدلي حالت څخه د تیریدو لپاره ځینې سپارښتنې هم وړاندې کړي چې پر افغان میرمنو باندې د طالبانو له خوا ټول لګیدلي محدودیتونه یې په سر کې ځای لري.

په دې سپارښتونو کې ویل شوي:" د زده کړو بهیر، کور څخه بهر کار، روغتیايي خدمتونو، ازاد تک راتګ ته د ښځو لاس رسی باید په ملي کچه د هرو معنی لرونکو خبرو اویا د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دمخه د اړتیاو په توګه مطرح اوسي. په پریکړو کې د ښځو ګډون او په ټولو بشري اود افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو د اوږدې مودې په فعالیتونو کې د ښځو معنی لرونکی ګډون ته لومړیتوب ورکړي".